د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د ټاکنو شفاف اعلان به له جګړې نه د افغانستان د ژغورلو سبب شي


عبدالله: د ټاکنو شفاف اعلان به له جګړې د افغانستان د ژغورلو سبب شي
عبدالله: د ټاکنو شفاف اعلان به له جګړې د افغانستان د ژغورلو سبب شي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ کاندید عبدالله عبدالله وايي، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې باید له قانون سره سمې شفافې اعلان شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د میزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې چې له څه باندې څلورو میاشتو تېرېدو وروسته یې لا وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ «سلواغې۱۹مه» په یوه غونډه کې وویل چې د ټاکنو کمېسیون لخوا د شفافو ټاکنو اعلان به له جګړې او اوسني وضعیت څخه د افغانستان د ژغورلو سبب شي.

هغه زیاته کړه:"د ولسمشریزو ټاکنو پایلې له قانون او طرزالعملونو مطابق باید شفافې وي، د افغانستان خلک له دې مرحلې څخه، د ولسواکۍ مرحلې، یو بل منلو، د فرهنګي ودې او هنر ښودلو مرحلې ته تير شي."

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تېره اونۍ د استینافي او استثنايي اعتراضونو په اړه خپل پرېکړه اعلان کړه چې په اساس به یې هغه یو شمېر رای چې په اړه اعتراضونه شتون لري بیا وشمېرل شي.

پر همدې مهال د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي، د افغانستان خلک د دغه هیواد له حکومتي مشرانو څخه تمه لري چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو پوري د هیواد ثبات، امنیت او اقتصاد ته جدي توجه وکړي.

الیس ویلز پر خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي:"لکه څنګه چې افغانان د ټاکنو پایلو ته په تمه دي، هغوی د ملي وحدت له حکومت څخه هیله لري چې ثبات، امنیت او اقتصاد باندې تمرکز وکړي، د ملي وحدت حکومت د افغانستان د مشرانو لپاره یو چارچوب وړاندې کړی دی چې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو پوري دغو ستونزو ته رسیدګي وکړي."

تر دا مهاله د استینافي اعتراضونو په اړه د شکایتونو کمېسیون پایلې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیو ته نه دي استول شوي.

د ټاکنو کمېسیون ویلي چې هغوی هم د شکایتون کمېسیون پرېکړې ته په تمه دي چې په اساس به یې د ځینو محلونو د رایو بیا تفتیش پيل شي.

XS
SM
MD
LG