د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د کرکټ بورډ د غړي په توګه د محمد نبي په ټاکل کیدو انتقادونه شوي؟


د افغانستان کرکټ بورډ د پخوانیو څلور غړیو پر ځای نوي غړي معرفي کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ د پخوانیو څلور غړیو پر ځای نوي غړي معرفي کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو څلورو پخوانیو غړیو پر ځای نوي غړي معرفي کړي.

په نویو غړیو کې د ښځو د چارو وزیره حسینه ساپۍ، د ولسي جرګې غړی روح الله خانزاده، د جمهور رئیس محمد اشرف غني د لومړي مرستیال، امرالله صالح ستر سلاکار هارون میر او د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي شامل دي.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کسان د بورډ د مشر فرهان یوسفزي په وړاندیز د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لاسلیک ټاکل شوي.

کرکټ بورډ دا ندي ویلي چې پخواني غړي یې ولې د دندې لیرې کړي او پر ځا یې نوي غړي معرفي شوي.

یو شمیر کسان چې د افغانستان کرکټ څاري، په ټولنیزو شبکو کې د نویو غړیو په ټاکل کیدو انتقادونه کړي. دوي انتقاد کوي چې د بورډ غړي باید داسې کسان وټاکل شي چې د کرکټ په هکله څه ناڅه معلومات ولري.

مبصر او کارپوه مشتاق رحیم د افغانستان د کرکټ بورډ دا پریکړه چې برحال لوبغاړی، محمد نبي عیسی خیل یې د بورډ غړی ټاکلی، په حقوقي لحاظ ناسمه پریکړه بللې.

ښاغلي رحیم پخپل فیس بوک پاڼې کې لیکلي، " زما په اند د یو داسې چا د بورډ د غړي په توګه ټاکل کیدل چې پخپله همهاله د همدغه بورډ تر څار لاندې کار کوي د ګټو تضاد دی. یو کس هم د څار او هم اجرایوي دنده په یو وخت کې نه شي ترسره کولی. لکه څنګه چې د کرکټ بورډ اجرایوي ریس د بورډ غړی نه شي کیدی، همداسې بل هر هغه څوک چې د بورډ د اساسنامې سره سم په دنده ګمارل کیږي د بورډ د غړیتوب حق نه لري. بنا د،‌دا ډيره ستره حقوقي تيروتنه ده".

د کرک انفو ویب پاڼې چې په نړۍ کې د کرکټ د لوبې په هکله په انګریزي ژبه مطالب خپروي، د افغانستان په کرکټ بورډ کې د برحال لوبغاړي ټاکل، حیرانونکي پریکړه بللې.

دې ویب پاڼې لیکلي چې نبي تیر کال د ټیسټ لوبو نه تقاعد شو خو لا هم د شلو شلو اورنو او پنځوسو اورونو په سیالیو کې د افغانستان لپاره لوبې کوي. دا " ښآیي لومړی ځل وی چې یو برحال لوبغاړی د افغانستان د کرکټ بورډ غړی ټاکل کیږي.

په نورې نړۍ کې معمول دا دی چې د کرکټ بورډ غړي هغو خلک وي چې د لوبې سره څه نا څه بلدتیا ولري، یا د کرکټ پخواني لوبغاړي وي او یا هم د لوبې سره سر او کار ولري.

د بورډ غړي د څارنې، تر څڼګ دا دنده هم لري چې د بورډ دپاره قوانین او تګلاره جوړه کړياو کړنلارې منظوري کړي.

محمد نبي عیسی خیل اوس مهال د کرابین لیګ په تجارتي سیالیو کې لوبه کوي او د کرک انفو ویب پاڼه وایي معلومه نده چې آیا پدې پریکړې کې د هغه سره سلا مشورې شوې او که نه.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG