د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهارسرپرست والي استعفی وکړه


مولوي عطاء الله لودین وویل هغه امکانات،چې باید یوه والي ته ورکړل شوي وای دهغه په واک کې نه وو.
مولوي عطاء الله لودین وویل هغه امکانات،چې باید یوه والي ته ورکړل شوي وای دهغه په واک کې نه وو.

سرپرست والي مولوي عطاء الله لودین دشنبې په ورځ دیوه خبري کنفرانس له لارې خپله استعفی اعلان کړه او له استعفی لږ وروسته د ولایت له ماڼۍ څخه ووت.

دښې حکومتولۍ پر وړاندې خنډونه ،اداري فساد نه مخنیوی،دقانون نه پلي کېدل،دکابل لخوا خپل سري عملیات، سرپرستي او دهغه خالي لاسونه یې ددې لامل وګڼل،چې سر له شنبې خپلې دندې ته دوام ور نه کړای شي.

هغه وویل "دحکومت ولۍ په برخه کې ستونزه دا وه ،چې زه سرپرست وم او په ادارو کې مې تغیر او تبدیل نه شو راوستلی، مثلآ یو کس به په ادارهع کې بې سواده او ناپوه مقرر وو، هغه مې نه شو لرې کولی ځکه سرپرست وم".

سرپرست والي وویل،چې داداري فساد پر وړاندې یې هم لازمه مبارزه نه شوه کولی؛په طورخم کې دوزن کونی تله،چې دفساد یوه مهمه سرچینه وه او هلته دپاټک شتون،چې غیر قانوني پیسې به یې اخستلی په دغه دواړو مسلو کې پاتې راغلی او ویې نه شو کړای چې دغه ستونزه اواره کړي.

سرپرست والي په ننګرهار کې دغصب شویو ځمکو دبېرته راګرځېدو په مسله کې هم ځان پاتې راغلی یاد کړ او ویې ویل "که څه هم زما په وخت کې دځمکو غصب نه دی شوی خو زما تر راتګ وړاندې ډېرې ځمکې غصب شوي او ما ونه شو کولی،چې بېرته یې راوګرځوم."

ښاغلي لودین وویل،چې په ننګرهار کې خپل سري عملیات،چې دکابل په امر کېدل ولایتي اداره به په جریان کې نه وه او په خپل سر به په کورنو چاپې وهل کېدی او ولسي خلک به په لوي عذاب کې لوېدل، دغه مسله هم ددې لامل شوه ،چې ولسي خلک دحکومت څخه ناراضه شوي وو.

سرپرست والي وروستۍ مسله دهغه تش لاس او دولسي خلکو تمې یادې کړې.

مولوي عطاء الله لودین وویل هغه امکانات،چې باید یوه والي ته ورکړل شوي وای دهغه په واک کې نه وو.

ښاغلي لودین زیاته کړه،چې دا ټول هغه لاملونه وو ،چې ددندې څخه یې استعفی ته اړ کړی وو.

سرپرست والي دخپل څه باندې یو کال په موده کې هغه لاسته راوړنې هم یادې کړې،چې دده دولایت پر وخت شوي دي.

هغه وویل:«په ۱۳۹۳ کال کې ۸۷۹ دبیا رغونې پروژې تر سره شوي،چې ۵۶۰ یې سرته رسېدلی او پاتې ۲۷۷ هغه یې تر کار لاندې دي.

په دغه خبري کنفرانس کې یو شمېر قومي مشران هم ناست وو او له مولوي عطاء الله لودین څخه یې غوښتنه وکړه ،چې ننګرهار ولایت دې نه پرېږي.

دوی وویل،چې پر دغه مسلو به له ولسمشر سره خبرې وکړي او ستونزې به اوارې کړي.

خو سرپرست والي وویل،چې پر دغه مسلو به له ولسمشر سره خبرې وکړي،خو خپله استعفی بېرته نه اخلي.

نوموړي وویل،چې سر له نن څخه به دولایت مقام پرېږي او مرستیال محمد حنیف ګریدوال به دسرپرست په توګه پاتې شي.

مرستیال والي له لودین څخه غوښتنه وکړه،چې تر بل والي دې په ولایت کې پاتې شي،خو هغه یې دغه غوښتنه ونه منله او له ولایت څخه ووت .

عطاء الله لودین په ۱۳۹۳ کال دعقرب میاشتې په ۲۶ نېټه دننګرهار دوالي په توګه ټاکل شوی وو .

تر اوسه ولسمشر محمد اشرف غني دښاغلي لودین استعفی نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG