د لاس رسي وړ اتصالات

د بشر حقونو فعالین:د طالبانو هدفي وژنې او په میرمنو محدودیتونه دې وڅېړل شي


یو شمیر فعالینو او د افغانستان د مخکني حکومت مامورینو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ادارې غږ کړی چې د طالبانو د هدفي وژنو، په میرمنو او د بیان په آزادۍ د طالبانو لخوا د لګیدلو محدودیتونو راپورنه دې وڅیړي.

په ژنیو کې د افغانستان استازي نصیر اندیشه ویلي چې د افغانستان په روان وضعیت کې د بشري حقونو د څارنې لپاره دې یو اغیزناک میکانیزم جوړ شي. ښاغلي اندیشه ویلي چې دا کار " د حساب کتاب او مخنیوي" لپاره ضروري دی.

دا غوښتنه پداسې حال کې کیږي چې اروپایي اتحادیه د افغانستان په هکله د یو پریکړه لیک د مسودې د سپارلو لپاره تیاری نیسي.

په همدې حال کې د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي منشۍ اګنیز کلامارد چې تر دې وړاندې د غیرې قانوني وژنو په برخه کې د ملګرو ملتونو څیړونکې وه، وایي چې په افغانستان کې د بشري حقونو څارنه په اوس وخت کې بیخي ډیره مهم ده.

هغې وویل، "د ثبوتونو خوندي ساتل ډیر مهم دي تر څو طالبانو ته دا ښکاره پیغام ورکړل شي چې نړیوال جرایم پټ نشي پاتې کیدی او بې سزا نه پاتې کیږي. "

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تیره میاشت وروسته تر هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، عاجله غونډه وکړه خو فعالین وایي کوم پریکړه لیک چې د پاکستان په مشرۍ منظور شوی و، کمزوری دی.

په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د مشرې میشل باشلیت نه غوښتل شوي و چې په افغانستان کې د بشري حقونو په هکله دې معلومات ورړاندې کړي خو فعالین وایي چې دې ادارې ته لږ امکانات او واک ورکړل شوی.

میرمن باشلیت د سپټمبر په ۱۳ مې وویل چې طالبانو پخپلو ژمنو وفا نده کړې، میرمنو ته یې امر کړی چې په کورونو کې پاتې شي او د خپلو پخوانیو دښمنانو د پیدا کولو لپاره کور په کور ګرځیدل.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر چې د هیواد نه تښتیدلې، ویلي چې طالبانو هدفي وژنې کړي او په عمده توګه یې هغوي د امنیتي ځواکونو پخواني غړي او عادي ملیکان په نښه کړي.

میرمن اکبر ویلي، " هغوي د بشري حقونو د مدافعینو، د میرمنو د حقونو د فعالینو او خبریالانو لپاره چې لاه هم په هیواد کې دي،د ټولو لپاره د ویرې چاپیریال جوړوي. اکثریت دا کسان پټ شوي. "

طالبان څه باندې یوه میاشت کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او سره لدې چې هغوي ویلي د خپل مخکني حکومت کړنې نه تکراروي خو د دې ډلې یوه بنسټ ایښودونکي او ددې ډلي د پخواني رژیم د امر بالمعروف او نهي عن المنكر رئیس ملا نورالدین ترابي ویلي دي، هغه سخت قوانین به چې طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې کړي وو، بیا عملي کیږي.

XS
SM
MD
LG