د لاس رسي وړ اتصالات

آسیايي بانک له افغانستان سره د ۴۲۰ میلون ډالرو مرسته وکړه


د افغانستان د مالیې وزارت او د آسیايي پراختیايي بانک چارواکو د یکشنبې په ورځ د څه باندې ۴۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دریو پروژو هوکړه‌لیکونه په ارګ کې لاسلیک کړل.

افغان حکومت وايي، مرسته شوې پیسې، د لویو لارو پر بیارغونې او د افغانستان ختیځو ولایتونو ته د بریښنا د مزو پر غځولو لګول کیږي.

په دغو پروژو کې د قیصار–دره بوم سرک هم شامل دی، چې ۱۵۱ کیلومتر اوږدوالی لري او د افغانستان په شمال لویدیځ کې له فاریاب ولایت څخه بادغیس ولایت ته غځول کیږي.

په افغانستان کې د آسیايي پراختیايي بانک سرپرستې شني کمپبیل په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ارګ جوړ شوي او ولسمشر غني هم په کې حضور درلود وویل، بانک به یې د دغه سړک د جوړولو لپاره ۳۳۰ میلیون ډالر ورکړي او پاتې ۴ میلیونه ډالر به د افغانستان له بودیجې څخه ولګول شي.

د قیصار-دره بوم سرک چې د حلقوي سرک وروستی برخه ده د جوړولو چارې یې په ۲۰۱۸ کال کې پیلیږي او د ۲۰۲۲ کال تر پایه به بشپړ شي.

دغه راز د غزني-کندهار سرک د بیارغولو پروژې هوکړه لیک، چې د ترانسپورت د سکتور د پیاوړتیا په موخه عملي کیږي، نن لاسلیک شو.

د افغانستان د مالیې وزارت د مرستو د همغږۍ عمومي رئیس مصطفی آریا وویل، د غزني-کندهار سړک ۴۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د آسیايي پراختیايي بانک د ۳۰.۳ میلیون ډالرو په مالي مرسته بیارغول کیږي.

درېیم هوکړه‌لیک چې نن د افغان حکومت او د آسیايي پراختیايي بانک ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې له کابل څخه ننګرهار او کنړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه بریښنا مزي وځغلول شي.

د آسیايي پراختیايي بانک سرپرستې وویل، د دغې پروژې له لارې به له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه د شاوخوا ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا د افغانستان ختیځ زون ته ولیږدول شي.

په دغې پروژې باندې ۶۰ میلیون ډالره لګښت راځي، چې د آسیايي پراختیايي بانک له خوا ورکول کیږي.

افغان حکومت وايي، د دغې پروژې سربیره په ختیځو سیمو کې د سل میګاواټه لمریزې بریښنا پروژې عملي کول هم په پام کې لري، چې په تطبیق سره به یې د افغانستان په ختیځ کې دوو صنعتي پارکونو ته تلپاتې او ډاډمنه بریښنا برابره شي.

دغه پروژه به د نغلو د اوبو د بریښنا بند، چې د ۱۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري، هم پیاوړی کړي او ۳۰۰ زره استوګنځایونه، سوداګریز او صنعتي مرکزونه به ترې ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG