د لاس رسي وړ اتصالات

راز: کرزي د مشخص کاندید د ملاتړ پریکړه نده کړې


د افغانستان د جمهوري ریاست یوه ویانده عادله راز هغه راپورونه ردوي چې ګني ولسمشر کرزي د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو دپاره د یو مشخص کاندید د ملاتړ فیصله کړیده.

اغلې راز دا خبرې د امریکا غږ آشنا راډیو د همکار مطیع الله عابد سره په یوه مرکې کې کړیدي.

په دې ورستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګنې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او ملګرو یې په شریکه د افغانستان د راتلونکو جمهوري ریاست د ټولټاکنو دپاره د هغه کاندید دپاره چې ټول پر موافق وي د پخواني جهادي مشر استاد سیاف نوم ورکړی دی.

خو اغلې عادله راز دا راپورونه ردوي او وايي چې ولسمشر کرزي په دې اړه کومه خبره نه ده کړې او نه یې د کوم کاندید د ملاتړ فیصله کړې ده. هغه وایي چې ولسمشر کرزی وخت په وخت له پخوانیو جهادي رهبرانو سره لیدنې کتنې کوي او په مختلفو مسلو ورسره غږیږي، خو دا ملاقاتونه د ولسمشرۍ له ټولټاکنو سره کوم تړاو نه لري.

هغې وویل چې ولسمشر کرزی او ملګري یې په افغانستان کې د ازادو او شفافو انتخاباتو ملاتړ کوي او غواړي هر څوک چې ځان کاندیدوي نو باید پوره ازادي ولري.

هغې زیاته کړه چې ولسمشر کرزی وايي چې ټولټاکنې د ډیموکراسۍ اصل دی او ددې دپاره هغه هیله لري چې راتلونکي ټولټاکنې په پوره مصونیت او ډاډمن محیط کې ترسره شي.

بشپړه مرکه په لاندي لینک کې اوریدلای شیْ.


  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG