د لاس رسي وړ اتصالات

داسیا پراختیايي بانک افغانستان ته۸۷۸ میلیونه ډالره ورکوي


داسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۸۷۸ میلیونه ډالرو، مرسته تصویب کړي.

د مرستو تصویبول، د دوشنبې په ورځ په جرمني کې د اسیا د پراختیایي بانک ۴٩ کلنۍ غونډې کې شوي دي. د افغانستان د مالي وزیر اکلیل حکیمي په دغه غونډه کې د ګډون لپاره جرمني ته تللی دی.

د غونډی تر څنگ اکلیل حکیمي د اسیا د پراختیايي بانک د چارواکو سره د افغانستان د پرمختایی پروژو په عملي کیدو او د هغو دپاره د بودیجي په په برابرولو ېې خبری وکړی.

دغه بانک ژمه کړی چې د ٨٧٨ ملیونو ډالرو مرستې به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پوره روانې وې، او دغه مرستې به د ترانسپورت ، د انرژۍ د تولید او طبعي منابعو په سیکټرونو ولګول شی.

د اسیا د پراختیايي بانک دغه کلنۍ غونډه به د مۍ تر پنځمې روانه وي، چې د نړۍ د حکومتونو، خصوصي سیکتور او مدني ټولنو شاوخوا ۳۰۰۰ مشران او استازي برخه لري.

XS
SM
MD
LG