په ۲۰۲۵ کال کې د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې د متحدو ایالتونو دفاعي تګلاره د «چټک اعزام، قوي مخنیوي او لا مقاومت» په اساس مخې ته وړل کېږي.
په همدې ترتیب سره دا پرمختګونه په مهمو برخو لکه د توغندیو دفاع، فضايي وړتیاوې، مصنوعي زیرکتیا استخبارات، بې پیلوټه سیستمونه (تکنالوژي)، د اوږد واټن د برید وړتیاوې او اتومي ځواکونو کې د پوځي تکنالوژۍ پرمختګ چټک کوي، څو د مخ په زیاتیدونکو پیچلو نړیوالو ګواښونو سره مقابله وکړي. دا لارښود د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې په څرګند ډول بیان شوی چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې خپور شو.
په سند کې ټینګار شوی چې متحده ایالتونه به د لویدیځې نیمه کرې دفاع پیاوړې کوي چې کورنی امنیت تضمین شي، په داسې حال کې چې د هند-پاسیفک سیمه کې به «ځېرک او دوامدار» پوځي حضور ولري چې احتمالي مخالفینو مخه ونیسي، د سمندري لارو ساتنه وکړي او د اکمالاتو مهمې لړۍ خوندي کړي.
د متحده ایالتونو د ملي امنیت تګلاره په څرګنده توګه وايي چې متحده ایالتونه باید «په نړۍ کې ترټولو پیاوړی، وژونکی او پرمختللی پوځ» جوړ کړي چې ملي امنیت تضمین کړي، د جګړې مخه ونیسي، او که اړتیا وي، «په چټکۍ او قاطع ډول بریالی شي او په عین وخت کې د متحده ایالتونو تلفات تر ټولو ټېټې کچې ته راکم کړي.»
دا تګلاره دا په ګوته کوي چې متحده ایالتونه د پرمختللي نظامي او دوه ګوني کارونې تکنالوژیو کې خپل مخکښ دریځ وساتي، چې په کې د فضا، اتومي ځواکونو، مصنوعي استخباراتو، خپلواکو سیستمونو او اوږد واټن برید وړتیاوې شاملې دي.
د ملي امنیت ستراتیژي په سیمه ایزه کچه د هند-پاسیفیک سیمه د لویدیځ نیمه کرې څخه وروسته د دویم لومړیتوب په توګه ځای په ځای کوي. دا سند یادونه کوي چې د هند-پاسیفیک سیمه د نړیوال اقتصادي او جیوپولیتیک سیالۍ مرکز ګرځیدلی او دا چې متحده ایالات باید په سیمه کې «مطلوب نظامي توازن» وساتي څو د بل هیواد د تسلط مخه ونیسي.
د کانګرس د تحقیقاتي خدماتو راپور وړاندیز کوي چې دا تمرکز ممکن پنټاګون اړ کړي د وسلو پیرودل تنظیم کړي، په اروپا کې د ځمکنۍ جګړې لپاره په غوره تجهیزاتو باندې پانګونه کمه کړي او د دې په ځای هغه وړتیاوې رامنځ ته کړي چې د لویدیځ ارام سمندر عملیاتي چاپیریال دپاره غوره ګڼل کیږي.
په دې وړتیاوو کې د اوږد واټن باپیلوټه او بې پیلوټه جنګي پروګرامونه، اوبتلونه او ورسره د وسلو تړلي سیستمونه شامل دي چې د چین د «لاسرسي وړ ممنوعه سیمې» د سیستم دننه او بهر فعالیت کولای شي. [د لاسرسي وړ زون سیستم یوه نظامي ستراتیژي ده چې د اوږد واټن او لنډ واټن سیستمونو څخه کار اخلي چې په یوه ځانګړې سیمه کې په ازاده توګه د دښمن ننوتلو یا فعالیت مخه ونیسي.]
د «طلايي ګنبد» توغندیو د دفاع پروګرام
د ملي امنیت د نوې تګلارې یو عمده ټکی د متحدو ایالتونو د کورنۍ د دفاع وړتیاو پیاوړتیا ده. دا سند د «پیچلو هوایي ګواښونو» سره د مقابلې وړاندیز کوي، چې بالیستیک توغندي، کروز توغندي، او بې پیلوټه هوایي وسايل په کې شامل دي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړیو کې د ټرمپ د ولسمشرۍ په پیل کې هغه د ملي توغندیو د دفاعي سیستمونو د نوي ډول د پراختیا امر وکړ.
سپینې ماڼۍ وویل چې د دې پلان موخه د بالیستیک توغندیو، هایپرسونیک وسلو او کروز توغندیو په څیر د «پرمختللیو هوایي ګواښونو» سره مبارزه کول او د متحده ایالتونو د خاورې او د هغې د مهمو زیربناو د ساتنې پیاوړې کول دي. ولسمشرد مۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې د طلايي ګنبد د توغندیو دفاعي سیستم یې غوره کړی او د متحدو ایالتونو د هوايي ځواکونو مرستیال قوماندان جنرال مایکل ګوټلیب یې د دې پراختیا د څارنې لپاره ټاکلی دی.
ټرمپ د مۍ په ۲۰مه په سپینې ماڼۍ کې وویل چې تمه لري دا سیستم به د ۲۰۲۹ کال تر جنورۍ پورې فعال شي او زیاته یې کړه، «یوځل چې په بشپړ ډول جوړ شي، ګولډن ډوم [طلايي ګنبد] به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د توغول شویو توغندیو ان که له فضا څخه هم توغول شوي وي، د مخنیوي/تعقیب وړتیا ولري.»
امریکایي مقامات وایي چې په دې سیستم کې به احتمالاً د څو سپوږمکیو د حس یوه شبکه وي چې مخکې له مخکې به خبر ورکوي، هدف به تعقیبوي او د څار حمایت به یې کوي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هیګسیت په یو بیان کې وویل چې دا طرحه به «په تدریجي ډول د هیواد په کچه د هوایي او توغندیو دفاعي وړتیا ایجاد کړي» چې ډاډ ترلاسه شي متحده ایالتونه له نویو ګواښونو څخه خوندي دی او دا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت یوه مهمه ستنه ده.
هیګسیت وویل: «زموږ هدف د ځواک له لارې سوله ده.» «طلايي ګنبد دا تضمین کوي چې د متحده ایالتونو خاوره په خطر کې نه ده، ځکه چې مخالفین ډېر پرمختللې او وژونکي اوږد واټن ویشتونکې وسلې جوړوي.»
فضايي حوزه: په لوړه کچه خبرداری او د تعقیب وړتیا
متحدو ایالتونو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو کورنيو توغندیو د دفاعي وړتیاو د بشپړولو لپاره په فضايي سیستمونو کې خپلې پانګونې روانې وساتلې. د فضا پراختیایي ادارې (SDA)، د متحده ایالتونو د فضايي ځواک په مرستې د پوځي ارتباطاتو، د میزایلو د خبرداري او تعقیب د سیستمونو چارې روانې وساتلې.
دغې ادارې د سپتمبر په میاشت کې د خپلو سپوږمکیو د لومړۍ ډلې د استولو خبر ورکړ چې پوځ ته د فضايي مخابراتو قوي ظرفیت چمتو کړي. دغې ادارې وویل چې ۲۰۲۵ کال په دغې برخې کې مهم کال و.
د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې د جګړې وزارت د لومړي خبرداري په برخه کې د ۷۲ سپوږمکیو د جوړولو لپاره د ۳.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت شرکتونو ته د قراردادونو ورکول تصویب کړل، چې هدف یې د دفاعي میزایل سیستم لپاره په وخت سره د معلوماتو برابرول ښودل کېږي.
د متحده ایالتونو فضايي ځواک د ډسمبر په میاشت کې د Rocket Labفضايي تجارتي پروګرام له لارې د DiskSat څلور نوې ازماېښتي سپوږمکۍ فضا ته واستولې، چې د ځمکې په خورا ټیټ مدار کې نوي عملیاتي طرحي وازمايي.
چارواکي وايي دا سیستمونه به په جنګي چاپیریال کې د فضايي سیستمونو په بقا کې مرسته وکړي.
ولسمشر ټرمپ د ډسمبر په ۱۸مه یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ «چې ډاډ ترلاسه شي متحده ایالتونه په نړۍ کې د فضايي اکتشاف، امنیت او سوداګرۍ په برخو کې مخکښ وي.» په دغه فرمان کې ویل شوي دي: «د فضا برتري، معیاري او د ملي لید او هوډ اندازه ده، او هغه تکنالوژي چې امریکایانو د همدې هدف لپاره جوړه کړې، د ځواک، امنیت او هېواد په ښیرازۍ کې مهمه ونډه لرله.»
په همدې اساس متحده ایالتونه باید یو داسې فضايي سیاست تعقیب کړي، چې انساني اکتشافات پراخ کړي، د ملي حیاتي او اقتصادي ګټو دفاع وکړي، تجارتي امکانات زیات کړي او په فضا کې د نوي عصر بنسټ کېږدي.
د غږ تر سرعت چټکې وسلې: د «تیاره عقاب» سیستم مهمې مرحلې ته داخلېږي
د اوږد واټن برید د وړتیا له مخې، د متحدو ایالتونو پوځ د غږ تر سرعت د چټکو وسلو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي. د اپریل په میاشت کې د متحدو ایالتونو پوځ په رسمي ډول د خپل «اوږد واټن هایپرسونیک وسلو» سیسټم ته د «تیاره عقاب» نوم ورکړی دی.
د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړ پوړي چارواکي پیټریک میسن، چې د تدارکاتو مسؤلیت لري، په یوه خبري کنفرانس کې د غږ تر سرعت د چټکو وسلو په دقت او تطبیق باندې په ټېنګار سره وویل چې دا سیستم «د دښمن لپاره پریکړې کول ستونزمن کوي او د مخنیوي وړتیا لوړوي.»
د کانګرس د تحقیقاتو د خدمتونو ادارې د ۲۰۲۵ د اګست په میاشت کې د هایپرسونیک وسلو [د غږ تر سرعت چټک] په اړه په خپل راپور کې هم یادونه وکړه سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د ازموینې او ادغام له ستونزو سره مخامخ وو، ۲۰۲۵ کال په سیستم کې د څېړنې او پراختیا څخه د عملیاتي وړتیا ته د انتقال کال و.
همدغه راز متحدو ایالتونو د «خپل نړیوال چټک تهاجم» د برخې په توګه د غږ تر سرعت د چټکو وسلو پراختیا روانه ساتلې په بېلا بېلو برخو کې تحقیقات کوي، ازموینې کوي او پلانونه جوړوي.
د بې پیلوټه الوتکو او د بې پیلوټه الوتکو ضد سیستمونه: د Replicator پروګرام پراختیا روانه ده
پنټاګون سږکال په لویه پیمانه د بې پیلوټه او خپلواکو سیستمونو انتقال روان ساتلی. د جګړې وزارت د «ډرون برلاسي» پروګرام وړاندې کوي چې په لنډ وخت کې زرګونه کم مصرفه ډرونونه واخلي چې په اوکراین او منځني ختیځ کې د جګړې د ډګر زیانونه په اغیزناکه توګه جبران کړي.
د جګړې وزارت اعلان وکړ چې پنټاګون په لویه پیمانه د بې پیلوټه الوتکو، بې شخصه بېړیو او بې شخصه اوبتلونو پراختیا چټکه کوي چې هدف یې د پوځ عمومي عملیاتي انعطاف د اندازې، ویش او چټک تکرار له لارې د غلیمانو د بریدونو اغیز کمول دي. دغه «پراخېدونکې تکنالوژي» په اینده کې په سختو شخړو کې حیاتي حمایت بلل کېږي.
د جګړې وزارت تر څار لاندې د دغه وزارت د ابتکار څانګه دا پروګرام مخې ته وړي چې هدف یې په لنډ وخت کې ځواکونو ته په لویه پیمانه د بې پیلوټه وسائیلو انتقال دی. کانګرس ته د جګړې وزارت په سپارل شویو اسنادو کې راغلي دي چې د پلان هدف «په لویه پیمانه د پراخېدونکو سیستمونو انتقال» دی.
په همدې حال کې د جګړې وزارت د «Replicator 2» پروژه هم پرانیستله چې تمرکز یې د بې پیلوټه الوتکو ضد وړتیاو پراخول دي چې د پوځي تاسیساتو او حیاتي امکاناتو ساتنه وکړي او د ټاټوبي د دفاع لپاره ځینې نورې اړتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي.
د سمندري ځواک پراخول: «طلايي بېړۍ» او نوې جنګې بېړۍ
د ډسمبر په میاشت کې ولسمشر ټرمپ د سمندري ځواک د پراختیا پلان اعلان کړ او د «طلايي بېړۍ» د جوړولو وړاندیز یې وکړ، چې په کې د جګړې لویې بېړۍ شاملې دي- «د ټرمپ کلاس جنګي بېړۍ.»
ولسمشر ټرمپ د دغه پلان د اعلان په مهال وویل چې هره یوه دغه نوې بېړۍ به «زموږ د ملت په تاریخ کې او د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو سترې جنګي بېړۍ» وي.
نوموړي همدغه راز په دفاعي قراردادیانو غږ وکړ چې تولید چټ کړي، د امریکايي بېړیو د جوړولو صنعت نوی کړي او پوځي پراختیا د داخلي صنعت سره له عصري کېدو سره یو ځای کړي.
ټرمپ ټېنګار وکړ چې دا بېړۍ به په متحدو ایالتونو کې ورغول شي او زیاته یې کړه: «هغوی به د امریکا د پوځي پرمختګ سره مرسته وکړي، د بېړۍ جوړولو صنعت به نوی کړي او په نړۍ کې به د امریکا د دښمنانو په زړونو کې ویره پیدا کړي.»
د امریکا په پوځ کې د ټرمپ حکومت او کانګرس د تاریخي پانګونې ژمنتیا
په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ حکومت او د متحدو ایالتونو کانګرس دواړو د امریکا په پوځ کې د تاریخي پانګوونې ژمنه کړې. د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې ولسمشر ټرمپ د ویرجینیا د کوانټیکو په سیمه کې د سمندري ځواکونو په قول اردو کې د پوځ سلګونو لوړ پوړیو مقاماتو او جنرالانو سره ژمنه وکړه چې په ۲۰۲۶ کال کې به په پوځ کې څه باندې یو تریلیون ډالر پانګونه کوي. نوموړي همدغه راز وویل چې هغه به د متحدو ایالتونو پوځ په «نړۍ کې تر ټولو ځواکمن پوځ» په توګه پیاوړی وساتي او ټېنګار یې وکړ چې دا پانګونه به یوازې په دودیزو ځواکونو باندې نه وي، بلکې د شپږم نسل جنګي جیټ الوتکو، د اتومي مخ نیوي د چارو پر عصري کولو او د «وسپنیز ګنبد» د دفاعي میزایلو سیستم په ګډون، په ځینو مهمو پروژو باندې هم وي.
د ۲۰۲۵ کال په پای کې د کانګرس د استازو خونې او سنا د ملي دفاع د اختیاراتو قانون تصویب کړ، چې ارزښت یې تقریبآ ۹۰۱ میلیارد ډالرو ته رسي. تصویب شوې لایحه تر لومړنۍ غوښتل شوې لایحې څخه تقریبآ اته میلیارد ډالر زیاته ده، دا د پوځ د عصري کولو او په عمومي ډول د ولسمشر ټرمپ د حکومت د دفاعي لګښت او د ستراتېژیکو پانګونو په برخو کې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو پراخه اجماع او تائید څرګندوي. دا بودیجه به د متحدو ایالتونو د دفاعي تګلارې د بیا جوړولو او د متحدو ایالتونو د تکنالوژۍ د ودې لپاره د ولسمشر ټرمپ د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
فورم \ دبحث خونه