د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ افغان مهاجر مړه شوي او نهه تنه نور ټبیان دي.
پاکستاني رسنیو د بلوچستان د چارواکو له قوله راپور ورکړې چې دا پېښه د بلوچستان په نوکنډي سیمه کې رامنځ ته شوې.
سیمه ایزو چارواکو ویلي چې دغو افغانانو هڅه کوله چې په غیرقانوني توګه له پاکستان څخه ایران ته او له هغه ځایه اروپا ته لاړ شي.
د چارواکو په وینا د دغو افغانانو موټر (پېک اپ) د تیلو له یو ټانکر سره ټکر کړی. د معلوماتو په اساس په موټر کې ۲۱ افغان وګړي سپاره وو.
د نوکنډي روغتیایي چارواکو ویلي چې ټپیان د سیمې به یوه روغتون کې د درملنې لپاره انتقال شوي او روغتیایي حالت یې ښه بلل شوی.
څو ورځې مخکې یوشمېر افغانان چې هڅه یې کوله له افغانستان څخه ایران ته واوړي، د یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
افغانان په داسې حال کې له افغانستان څخه ګاونډي هېوادونو ته د تګ هڅه کوي چې پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو شړل چټک کړي او هره ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د معلومات په اساس، څه باندې لس میلیون افغانان، چې د افغانستان د ټول نفوس څلورمه برخه ده، د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې کډوال دي او میلیونونه نور بیا په کور دننه له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه