د لاس رسي وړ اتصالات

حشمت شهیدي لومړی افغان شو چې ټست لوبو غبرګې سلیزې کوي


د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو د دویمې ټسټ لوبې په دویمه ورځ افغانستان توپ وهنه پیل کړه چې پیاوړي لوبغاړي حشمت الله شهیدي پکې تاریخي ریکارډ جوړ کړ.

شهیدي غوره افغان لوبغاړی شو چې په ټسټ لوبه کې په ۴۴۳ بالونو غبرګې سلیزې جوړې کړې.

د حشمت وروسته کپټان اصغر افغان هم ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

حشمت او اصغر تر ټولو اوږده د ۳۰۷ منډو ملګرتیا هم په خپل نوم کړه.

د یادې لوبې لومړۍ پاڼۍ تېره ورځ پیل شوې وه او نن پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې د څلورو ویکټو په سوځېدو ۵۴۵ منډې جوړې کړې.

د لوبې دویمه پاڼۍ اوس مهال پیل شوې او د زمبابوې لوبغاړو په اوه اورونو کې ۲۶ منډې جوړې کړي دي.

افغانستان تېره اونۍ د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ لوبې کې ماتې خوړلې وه.

XS
SM
MD
LG