د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغاستان له سکاټلنډ او ایرلنډ سره سیالۍ کوي


افغانستان د جنورۍ په اتمه او لسمه له سکاټلنډ او په ۱۴ او ۱۷ له ایرلنډ سره دوه- دوه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې لري.
افغانستان د جنورۍ په اتمه او لسمه له سکاټلنډ او په ۱۴ او ۱۷ له ایرلنډ سره دوه- دوه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې لري.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د شنبې په ماښام متحدو عربو اماراتو ته ولاړه چې، هلته له سکاټلنډ او ایرلنډ سره دوه- دوه یوه ورځنۍ نړیوالې سیالۍ وکړي.

سکاټلنډ او ایرلنډ دوه هغه اورپايي لوبډلې دي چې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې لوبیږي او په دا ډول نړیوال جام د لوبېدو تجربه هم لري.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د جنورۍ په اتمه د را روانې پنجشنې په ورځ له سکاټلند سره کوي، افغانستان په تېر وخت کې سکاټلنډ پرلپسې مات کړی دی.

افغان کرېکټ لوبډله به له سکاټلنډ سره خپله دویمه لوبه د جنورۍ په لسمه کوي.

افغانستان به له دغو سیالیو درې ورځې وروسته د جنورۍ په ۱۴ او بیا د همدغې میاشتې په ۱۷ له ایرلنډ سره دوه نورې نړیوالې لوبې کوي.

ایرلنډ د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو یوه پیاوړې لوبډله ده چې، په تېر وخت کې یې څو وارې افغانستان مات کړی دی.

دغې لوبډلې د ۲۰۱۱ کال په نړیوال جام کې د انګلنډ پیاوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو، د کرېکټ مینوال هم ګوته په غاښ کړل.
خو د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي انډري مولز متحدو عربو اماراتو ته تر روانېدو مخکې، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې لوبډله یې ښه چمتو کړې او هیله یې دا ده چې په روانو سیالیو او نړیوال جام کې به ښه وځلیږي.

افغانستان ته د دغو لوبو ارزښت

افغانستان له تېرو څو میاشتو راهېسې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته په تمریناتو او لوبو بوخت دی.

له سکاټلېنډ او ایرلېنډ سره یې دغه لوبې له دوو اړخونو څخه مهمې بلل کیږي، افغانستان نړیوال جام ته روان دی چې دغه لوبې یې ښه مقدمه او تمرین بلل کېدی شي، بله مهمه خبره دا ده چې ښايي دا د افغانستان لپاره یو ښه چانس وي چې د نړیوال جام لپاره لا ښه او غوره لوبغاړي په ګوته کړي.

افغانستان د نړیوال جام لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ خپور کړی چې د محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، کریم صادق او شفیق الله شفق نومونه په کې نه شته دي.
افغانستان د نړیوال جام لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ خپور کړی چې د محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، کریم صادق او شفیق الله شفق نومونه په کې نه شته دي.

افغانستان وار د مخه د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته د ۱۵ کسانو نوملړ خپور کړی دی چې، په پخوانیو لوبغاړو کې محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، کریم صادق او شفیق الله شفق په کې نه شته، او پر ځای ځوان لوبغاړي افسر ځاځی، عثمان غني، جمال ناصر او نجیب ځدراڼ راوستل شوي دي.

د لوبډلې کپټان محمد نبي او مرستیال یې نوروز منګل دي.

که افغانستان سکاټلنډ او ایرلنډ ته ماتې ورکړې او یا لږ تر لږه دغه څلور لوبې ورسره مساوي کړي، له شک پرته چې په یوه نسبتآ ښه او پیاوړي مورال سره به د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته ولاړ شي.

افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې په لومړي ځل په دا ډول نړیوال جام کې برخه اخلي، چې د کرېکټ د افغان مینوالو ډېرې هیلې هم ورسره تړلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG