د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرېکټ کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه


افغانستان ډېره موده وروسته، ایرلنډ ته ماتې ورکړه .
افغانستان ډېره موده وروسته، ایرلنډ ته ماتې ورکړه .

افغانستان په متحدو عربو اماراتو کې په خپلې وروستۍ او څلورمې لوبې کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

دا په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې لومړی وار دی چې افغانستان له ایرلنډ نه دا ډول یوه لوبه ګټي.

افغانستان په ۵۰ اورونو کې د نجیب ځدراڼ د ۸۳ او سمیع الله شینواري د ۵۰ رنزونو پر مټ، ایرلینډ ته د ۲۴۶ رنزونو هدف وټاکه، اصغر ستانکزي ۴۴ منډې وکړې او نور لوبغاړي منډه جوړوونکي هومره و نه ځلېدل.

نجیب ځدراڼ، ۶ شپږیزې او ۷ څلوریزې ووهلې.

ایرلنډ پیل ښه وکړ، خو دا حمید حسن و چې د مخالف لوبډلې دوه لومړني لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځول او د ایرلنډ د ماتې بنسټ یې کېښود.

د اېرلنډ ټوله لوبډله په ۴۴ اورونو کې وسوځېدله او افغانستان دغه لوبه په ۷۱ منډو وګټله.

په افغان لوبغاړو کې حمید حسن درې، مېرویس اشرف او افتاب علم دوه دوه، جاوید احمدي او محمد نبي بیا یو یو ایرلینډي لوبغاړي وسوځول.

سکاټلند د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته یوه حېرانوونکې ماتې ورکړه، هغوی ټوله افغان لوبډله په ۶۳ منډو وسوځوله، چې دا تر دې دمه په یوې نړیوالې لوبې کې د افغانستان تر ټولو کم رنزونه دي.

د افغانستان دغه ماته په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول یاده شوه او د کرېکټ مینوالو هم پر افغان کرېکټ بورډ او لوبغاړو کلکې او تندې نیوکې وکړې.

افغانستان په متحدو عربو اماراتو کې له سکاټلنډ او ایرلنډ سره په څلورو لوبو کې دوه وبایللې او دوه یې وګټلې.

افغانستان به اوس اسټرالیا ته ځي چې په نړیوال جام کې برخه واخلي.

افغانستان تر نړیوال جام وړاندې له هند او سکاټلند سره دوه تمریني لوبې هم لري، خو په نړیوال جام کې بیا د اسټرالیا، انګلنیډ، سریلنکا او نیوزلینډ غوندې له پياوړو لوبډلو سره مخامخ دی.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرېکټ د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG