د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سوداگرو په وړاندې د امنیتي گواښونو په هکله اندیښنې


افغان سوداګر او پانګه وال وایي امنیتي ګواښونو له امله په افغانستان کې تر ډیره پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
افغان سوداګر او پانګه وال وایي امنیتي ګواښونو له امله په افغانستان کې تر ډیره پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په تبر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ناامنۍ د پراخیدو له امله افغان سوداګرو او پانګه والو پر وړاندې هم امنیتي ګواښونه زیات وو، چې په دغه کال کې ۷۱ سوداګر او پانګه وال یاتښتول شوي، یا وژل شوي او یا هم ورته ګواښونه شوي دي.

د دغې خونې عامه اړیکو رئیس او ویاند جان اقا نوید امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغو ګواښونو له امله یو شمیر سوداګرو او پانګه والو خپل کاروبار له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته لیږدولی دی.

ښاغلي نوید وویل " "په یقین، چې تښتول، ګواښ او د پانګوالو او متشبثینو اندیښنې د دې لامل شوي، چې خپلې پانګونې کمې کړي یا د نورې پانګې اچونې جرات ونکړي، خپله کورنۍ بهر ته ولیږدوي یا د پانګې یوه برخه بهر ته ولیږدوي، موږ درته ویلی شو، چې د همدې ګواښونو له کبله د افغانستان په میلیاردونو ډالر پانګه بهر ملکونو لکه امارات، پاکستان، هند او نورو هیوادونو ته لیږدول شوې ده".

د صرافانو ملي اتحادیه وایي، چې صرافان او د دوې د کورنۍ غړي له ډیرو ستونزو سره مخ دي، چې یوازې په تیر لمریز ۱۳۹۷ کال کې ۱۱ صرافان یا د کورنۍ غړي یې تښتول شوي، چې دوه یې وژل شوي هم دي.

د دغې اتحادیې مشر قاضي میر افغان ساپي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، که چیرې حکومت د سوداګرو او صرافانو ځاني او مالي خوندیتوب تامین نه کړي، دوی به دې ته اړ شي، چې خپلې پانګې له افغانستان څخه بهرنیو ملکونو ته وباسي، چې دا به د ښاغلي ساپي پر وینا د افغانستان د اقتصاد د ودې پر وړاندې یوه ستره ضربه وي.

ښاغلي ساپي وویل "دولت باید د صرافانو مشکل ته جدي توجه وکړي، که وې نه کړي موږ تاجران او صرافان به اړ شو، چې خپله سرمایه یا همسایه ممالکو یا اروپا، ترکیې یا دوبۍ ته ولیږو بیا به دا ډیره غټه ضربه وي دې ملک ته، نو هیله لرو زموږ د سر او مال د ساتلو لپاره دې توجه وشي".

نوموړي زیاته کړه چې د جنايي پېښو زیاتوالي د صرافانو پر کار باندې منفي اغېز کړه ده.

افغان صرافانو د ناامنۍ د پیښو د زیاتیدو له امله یوه اونۍ وړاندې په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب کړی وو.

دا اعتصاب د سړي تښتوونکو له خوا د شهزاده د سرای د یو صراف د شپږ کلنې لور یوه اونۍ وړاندې تښتولو او بیا د وژلو د پیښې وروسته شوی وو.

په کابل ښار کې د «سرای شهزاده» مخې ته په یوې اعتراضیه غونډه کې راټول شوو صرافانو د «مهسا» قاتلینو ته یې د اعدام غوښتنه کوله.

شپږ کلنه مهسا، د تیر کال د کب میاشتې پر ۱۹مه د کابل ښار په خېرخانه مینه کې وتښتول شوه او یوه ورځ وروسته یې پولیسو په دغه سیمه کې مړی پیدا کړ.

تیره اونۍ متحده عربي اماراتو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر پر مهال هم یو شمیر افغان سوداګرو او پانګه والو هغه سره په کتنه کې ورته اندیښنې شریکې کړې وې.

د ارګ د یوې اعلامیې له مخې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغان سوداګرو او پانګه والو د امنیتي ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې بانکدارۍ په برخه کې د ستونزو یادونه هم کړې وه، چې د جمهور ریئس غني له خوا یې د ژر هوارولو ژمنه شوې وه.

د ارګ اعلامیه وايي " جمهور رئیس وویل، په کابل کې به امنیتي ګواښونه ډېر ژر رفع شي، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې په کابل کې غېرمسوول وسله وال بې وسلې کړي".

جمهوررئیس غني دغو سوداګرو او پانګه والو ته وویل، د بانکدارۍ بحران دولت نه، بلکې خصوصي سکتور ایجاد کړی او ناوړه استفاده په هېواد کې د بانکونو دکمزورۍ لامل شوې.

هغه زیاته کړه، په دې اړه د معتبرو بین المللي کمپنیو له لوري ارزونه اړینه ده او د مالیې وزارت سرپرست ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو کمپنیو د استخدام پر میکانیزم کار وکړي.

XS
SM
MD
LG