د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د انساني قاچاق د لوړې کچې په اړه اندیښنې


د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د انساني قاچاق شاووخوا ۸۸۰ قاچاقبران نیولي دي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د انساني قاچاق شاووخوا ۸۸۰ قاچاقبران نیولي دي.

د عدلیې وزارت وايي په ۱۳۹۵ کال کې یې د انساني قاچاق ۲۰ شبکې له منځه وړي او شاووخوا ۸۸۰ قاچاقبران یې نیولي دي.

د عدلیې وزارت وايي چې انساني قاچاق د افغانستان په ناامنو او سرحدي سیمو کې زیات دی. دغه وزارت تشویش ښودلی چې په افغانستان کې د انساني قاچاق کچه لوړه ده.

د جولای ۳۰ د انساني قاچاق خلاف د مبارزې نړیواله ورځ ده. په دغه ورځ، د عدلیې په وزارت کې له انساني قاچاق سره د مبارزې د کمیسیون رئیس عبدالوحید هدایت په دې برخې کې د خپل حکومت د اقداماتو په اړه وویل:

"په ۱۳۹۵ کال کې ۸۷۸ کسه د کشفي، پولیسو او ملي امنیت له خوا نیول شوي دي او له ۴۵۰ څخه ډیرې هغه قضیې دي چې د عدلیي او قضایي ادارو لخوا تعقیب کیږي."

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي چې له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له فساد او تروریزم سره د مبارزې سربیره د انسان قاچاق په برخه کې هم کار کوي.

"د افغانستان حکومت له ټولو جرایمو سره د مبارزې په برخه کې تعهد لري او په ځانګړې توګه د انساني قاچاق په برخه کې زموږ عدلي،کشفي او قضایي ارګانونه جدي دي".

د عدلیې وزارت د چارواکو پر وینا د وسلو د ناقانونه خرڅلاوو او د مخدره توکو له ستونزو را وروسته د انسانانو قاچاق یوه ستره ستونزه ګڼل کیږي.

د دغه وزارت چارواکو د انساني قاچاق یو لوی لامل غیر قانوني مهاجرتونه یاد کړل او وایي چې د انسان د قاچاق او مهاجرت د نوي قانون نافذیدل د غیر قانوني مهاجرت د جرمونو په پیژندلو کې یو ښه اقدام دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور له مخې افغانستان د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې د انساني قاچاق کچه پکې لوړه ده

د خلکو نظر

د افغانستان خلک بیا تر ډیره په دې برخه کې خوشاله نه دي. د چټکو مرستې او پرمختګ موسسې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې سروي کړې ده. د دې سروي له مخې چې په بلخ، کندز،هرات او کندهار ولایتونو کې تر سره شوې ده.

په سروي کې ۲۹ فیصده خلک په دې باور دي چې حکومت د انساني قاچاقبرو په محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی او ۲۳ فیصده نور بیا په دې برخه کې د حکومت له فعالیتونو نه خوښ نه دی.

د دغې موسسې د پروګرامونو مشر شبیر صافي په دې اړه وویل په دې سروې کې یو سلو دوه څلویښت تنو ګډون کړی وه.

"په دې سروې کې څلورشپیته تنو ناامني د انسان د قاچاق اصلي لامل یاد کړ او دوه نوي فیصده کسان په دې باور وه چې بیکاري د انسان د قاچاق اصلي لامل دی".

XS
SM
MD
LG