د لاس رسي وړ اتصالات

د حوالې خدمات د پُست د نړیوالې اتحادې د سیستم له لارې پیلیږي


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي وايي، په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د پُستي خدمتونو د عصري کولو په برخه کې ډیر کار نه دی شوی، خو د کله څخه، چې ده د دغه وزارت چارې په لاس کې اخیستي د پُستي خدمتونو د عصري کولو لپاره یې یو لړ ګامونه اوچت کړي، چې د کابل په ښار کې د پُسته خانو عصري کول او افغانستان ته د پُست په برخه کې د ټکنالوژۍ راوستل په کې شامل دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، چې په کابل کې په نړیوالو معیارونو د یو عصري پُسته خانې د پرانیستلو په مراسمو کې یې د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۲مه) خبرې کولې وویل، چې ډیر ژر به د کابل ښار کې شپاړس پخوانۍ پُسته خانې بیا ورغول شي او ۲۰ نورې به په دغه ښار کې جوړې شي.

هغه وویل، دغه پُسته خانې به د نوري فایبر په واسطه هم ونښلول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل، چې سږکال به د کابل د حضوري چمن په سیمه کې د پارسلونو او پُستي مراسلو د بسته بندۍ لپاره هم یو مرکز جوړ شي.

شهزاد اریوبي وویل، په افغانستان کې ډیجیټل بکسونو او انلاین پُست بکسونو د ټاکنالوژۍ د استعمال او رواجولو سربیره د پارسال د لاکر د سیستم استعمالول هم پیل شوي دي، چې د پارسلونو د مصونیت خوندیتوب سره مرسته کولی شي .

دښاغلي اریوبي وویل " یو بل ښه زیری د ولس لپاره دغه دی، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال ترپایه پورې د پُست ټول مالي خدمات د پُست د نړیوالې اتحادې یا انټرنشنل فنینشل سیستم له لارې به پیل شي" .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د دغه سیستم له لارې د پیسو لیږد رالیږد د ویسټرن یونین د سیستم پرتله ارزانه دی.

په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې په انلاین بڼه سوداګرۍ پیل شوې، خو تراوسه رواج شوې نه ده او په محدو شمیر خلک ورڅخه کاراخلي.

XS
SM
MD
LG