د لاس رسي وړ اتصالات

نوروز منگل:د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو انتخاب ډیر دقت غواړي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د فبروري په میاشت کې د زمبابوې سره درې شل اوریزې او پینځه یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ .بیا دمارچ په میاشت کې زمبابوې کې د کرکټ د لسو ټیمونو دپاره سیالۍ کیږي ،چې د کرکټ د کال ٢٠١٩ د نړیوال جام دپاره دوه ټیمونه ورنه غوره شي.د غوراوي د دې سیالیو او زمبابوې سره د سیالیو دپاره نیزدې راتلونکو کې د کرکټ ملي ټیم اعلانیدونکی دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د انتخاب د کمیټې مشر نوروز منگل امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې ویلي چې دوي به د زمبابوې سره د لومړیو درې شل اوریزو سیالیو دپاره ټیم اعلانوي او بیا به د یو ورځنیو او د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو دپاره نور لوبغاړي غوره کوي.

ښاغلي منگل وویل چې افغانستان دا وخت په دومره شمیر کې وړ او قابل لوبغاړي لري چې د انتخاب ډلې ته ډیره ستونزمنه وي چې کوم لوبغاړي واخلي او کوم نه. هغه وویل چې موږ د لوبغاړو په انتخاب کې د ډیر دقت نه کار اخلو .

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د انتخاب کمیټه به راتلونکو مهمو سیالیو دپاره ټیم غوره کوي
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د انتخاب کمیټه به راتلونکو مهمو سیالیو دپاره ټیم غوره کوي

نوروز منگل وویل چې دوي په جلال اباد کې د کرکټ د ملي ټیم د راتلونکو سیالیو دپاره لوبغاړو دپاره تمریناتي کمپ لگولی و او د دوي ترمنځ تمریني سیالۍ هم ترسره شوې چې موږ ته پکې د لوبغاړو حاضره وړتیا او ستونزې معلومې شوې.

د افغانستان د کرکټ دوه مشهور ستوري حمید حسن د طبي مشکلاتو او محمد شهزاد د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د بندیز له کبله د زیات وخت نه د کرکټ له میدانه لېرې دي. د حمید حسن په اړه نوروز منگل وویل چې حمید حسن د پخوا نه ډیر ښه شویدی او د ده روغتیا او بیرته میدان ته راتگ افغانستان دپاره یو زیری دی.

د محمد شهزاد په اړه د ښاغلي نوروز منگل وویل چې د جنوري په اتلسمه چې په محمد شهزاد د لگیدلي بندیز موده ختمه شي نو هغه به د کرکټ د ملي ټیم د نورو لوبغاړو سره یوځای شي. هغه وویل چې خپله د محمد شهزاد سره لیدلي او وینم چې هغه بیرته راتگ ته ډیر لیواله دی او د بندیز موده کې ېې ځان نور هم لوبې ته اماده کړی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:50 0:00

XS
SM
MD
LG