د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سکان:د ولسمشرۍ کاندیدانو هم هېر کړي یو


Afghan Sikhs
Afghan Sikhs
په افغانستان کې مېشت هندوان او سکان شکایت لري چې د حکومت ترڅنګ ، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو هم دوی له یاده ویستلي دي .

د افغان سکانو د ټولنې مشر اوتار سنک وايي هېڅ یوه کاندید هم په خپلو ټاکنیزو پروګرامونو کې د دوی د حقونو خوندیتوب ته پام نه دی کړی .

ښاغلي سنګ امریکا غږ ته وویل سره له دې چې په تېرو ۱۲ کلونو حکومت افغان هندوانو او سکانو ته ډېر پام نه وی کړی، خو داسې ښکاري چې راتلونکی ولسمشر هم د پخواني هغه پر پل قدم ږدي .

ده وویل : « تر دې دمه د ولسمشریزو ټاکنو یوه کاندید هم د دوی پوښتنه نه ده کړې، کاندیدان په تلویزونونو او راډیو کانو خپل پروګرامونه اعلانوي، خو د یوه کاندید په پروګرام کې هم سکانو او هندوانو ته د کار او خدمت کومه خبره ذکر شوې نه ده .»
افغان سکان د خپل یوه مړي تر تابوت شاوخوا چاپېره ناست دي
افغان سکان د خپل یوه مړي تر تابوت شاوخوا چاپېره ناست دي

د هندوانو او سکانو د سراسري شورا مشر وویل، دوی له اوسني او راتلونکي ولسمشر څخه یوازې هغه حقوق غواړي چې قران او د افغانستان اساسي قانون ورته ټاکلي دي :

« موږ د خپلو مړو د سوځولو لپاره مناسب ځایونه نلرو، د خپلو ماشومانو لپاره مشخص ښوونځي نلرو، په حکومت کې کوم خاص موقف نلر، موږ له راتلونکي ولسمشر څخه غواړو چې، زموږ دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، او هغه حقونه دې راکړي چې قران او د افغانستان اساسي قانون راکړي دي . »

اوتار سنګ د افغانستان له ولسي جرګې هم شکایت وکړ چې، له دوی سره یې دوه ګونی چلن کړی دی، ده وویل ولسمشر کرزي ورته په جرګې کې یوه ځانګړې څوکۍ بیله کړې وه، خو ولسي جرګې ونه مانه .

ښاغلي سنګ، پر ځینو افغانانو هم نیوکه وکړه چې له دوی سره د مذهبي توپېرونه له مخې چال چلن کوي چې په خبره یې دا یې یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده .

( په کابل کې موږ یو ډېر لرغونی هندو سوزان ( د مړو سوځولو ځای) لرو، کله چې خپل مړي هلته لېږدو، پولیس باید راسره وي، خو د پولیس له شتوالي سره سره خلک پر موږ ملنډې وهي او د ډبرو ګوزارونه کوي.»

اوتار سنګ وايي دوی هم باید په افغانستان کې د نورو مېشتو قومونو او لږکیو په څېر حقونه ولري، دوی هم افغانان دي او باید دغه ټکي پام وشي .»

اوتار سنګ وايي دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا درې زره (۳۰۰۰) هندون او سکان مېشت دي چې، ډېر یې په کابل، ننګرهار، خوست، هلمند او غزني ولایتونو کې دي.

افغان سکانو او هندونو څو میاشتې د مخه په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې ته یوه ډله اییزه عریضه وړاندې کړې وه ، چې له هند او پاکستان پرته دې کوم بل درېیم هېواد ته ولېږدوي، چې تر دمه یې لا کوم څرک لګیدلی نه دی.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG