د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت:هلمند کې یو هلیکوپټر بیړنۍ ناستې وروسته له منځه وړل شوی


افغان امنیتي ځواکونه په شپنیو عملیاتو کې د هلیکوپټرو څخه کار اخلي.
افغان امنیتي ځواکونه په شپنیو عملیاتو کې د هلیکوپټرو څخه کار اخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي،تیره شپه د دغه وزارت یو هلیکوپټر د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیړنۍ ناسته کړې، خو د ناستې پرمهال عملې ته زیان نه دی رسیدلی دی.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تیره شپه د افغان هوايي ځواکونو یو هلیکوپټر د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د یخچال په کلي کې د ځمکنيو عملیاتو پر مهال د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناستې ته اړ شوی، خو د هلیکوپټر عمله په عملیاتو کې د شاملو نورو هلیکوپټرو په واسطه ژغورل شوې او د ښوراب هوايي ډګر ته په مصون ډول لیږدول شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دا هلیکوپټر د ناستې وروسته بیا د افغان هوايي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې دا هلیکوپټر د شپې د عملیاتو پر مهال د دغې ډلې د وسله والو له خوا رانسکور شوی او د نسکوریدو وروسته افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه هم شوې ده.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د خپل ټویټر په پاڼه په دې جګړه کې د دغه هلیکوپټر د عملي د وژلو د ادعا سربیره ویلي، چې د تیرې شپې په جګړه کې د افغان او بهرنیوځواکونو یو شمیر سرتیري یې هم وژلي دي.

خو د دفاع وزارت د طالبانو دا ادعا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG