د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما سره د ملي یووالي د حکومت مشرانو مخه ښه


ارګ وایي د امریکا جمهوررئیس او افغان مشرانو تیره ماښام په ټیلیفون خبرې کړي دي
عکس: ارشیف
ارګ وایي د امریکا جمهوررئیس او افغان مشرانو تیره ماښام په ټیلیفون خبرې کړي دي عکس: ارشیف

ارګ وایي، چې جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبداله د چهارشنبې په ماښام د امریکا د جمهوررئیس باراک اوباما سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه سره مخ ښه کړې ده.

د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان ویل شوي، چې په پيل کې د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما جمهوررئیس غني، اجرائیه رئیس عبدالله او افغانانو سره په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو له امله ژوره خواخوږي څرګنده او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل.

جمهوررئیس اوباما د امریکې او افغانستان د مشرانو ترمنځ نږدې همکاري د قدر وړبللي او د قانون حاکمیت په پلي کیدو او له فساد سره مبارزه کې يې د افغانستان د مشرتابه هڅې ستایلې دي.

دا بیان وایي، جمهوررئیس غني له جمهوررئیس اوباما څخه له دې امله چې د افغانستان دولت او خلکو سره یې غمشریکي وکړه، د مننې تر څنګ په تېرو اتو کالو کې د هغه د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره په بېلابېلو برخو کې خپله د بارک اوباما د دوامدارې همکارۍ څخه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب مننه او قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، د افغانستان په امنیتي او انکشافي برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د تخنیکي او مالي ملاتړ په هکله د بارک اوباما سټراټيژیکو تصامیمو او همدارنګه تروریزم سره مبارزه او د هېواد په دفاع کې د هغوی مرستو کلیدي او حیاتي رول درلود.

جمهوررئیس غني وویل"د دووو دولتونو او ملتونو ترمنځ د سټراټيژیکو اړیکو په ایجاد کې ستاسو نقش د بنیادي اړیکو بنسټونه ايښي دي، چې تر اوږدو لسیزو به همداسې ټینګ پاتې شي له همدې امله د افغانستان خلک په دغه ډګر کې ستاسو د رهبرۍ قدرداني کوي او تل به یې په یاد وي".

د بلې خوا د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیره شپه د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما سره د ټیلیفوني خبرو له لارې مخه ښه کړې ده.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي خبریالانو ته وویل چې په دې خبرو کې اجرائیه رئیس د افغانستان څخه د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

ښاغلي رحیمي وویل " ښاغلي اوباما هم د افغانستان له حکومت او د افغانستان له خلکو مننه وکړه او په دې برخه کې یې چې کوم رول لوبولی وو راضي وو او وعده وکړه چې د یو امریکایي اوسیدونکي په توګه په ورته وخت کې چې د افغانستان خلکو ته سلامونه وړاندې کوي، چمتو دی چې د افغانستان د داعې په ملاتړ د تروریزم سره د مبارزې او په سیمه کې د سولې او ثباتد ټینګیدو په برخه کې به دافغانانو ترڅنګ ودریږي ".

افغانستان د امریکا متحده ایالاتو سره نږدې اړیکې لري او ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په دوهمه ورځ افغان حکومت د امریکا سره یو امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هیواد کې د امریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته لاره هواره شوه.

افغان حکومت د ناټو سره هم ورته یو تړون لاسلیک کړی دی.

د ټرمپ لوړې مراسمو کې د افغان سفیر ګډون

د افغانستان اجرائیه ریاست وایي، چې د امریکا د ډیپلوماتیک عرف له مخې د دغه هیواد د جمهوررئیس د لوړې په مراسمو کې د هیوادونو اود حکومتونو مشران ګډون نه کوي، د همدې له امله په واشنګټن کې د افغانستان سفیر به د دغه هیواد په استازیتوب په دې مراسمو ګډون وکړي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي نن د پنجشنبې به ورځ په کابل خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د حکومت د مشرانو نه ګډون د امریکا او افغانستان ترمنځ د ښو او یا کمزورو اړیکو پورې اړه نه لري بلکې د ښاغلي رحیمي پر وینا عرف همداسې دی، چې په دې مراسمو کې په واشنګټن کې میشت د بهرنیو هیوادونوسفیران ګډون کوي.

ښاغلي رحیمي وویل "د معمول سره سم د امریکا د نوي جمهوررئیس د لوړې په مراسمو کې د هیوادونو مشران ګډون نه کوي، پخوا هم کله چې ښاغلي اوباما لوړه کوله د افغانستان جمهوررئیس او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون نه وو کړی. دا د ښو یا بدویا ډیر ښواو نه اړیکو پرمنعی دي، عرف همداسی دی په بهر کې د افغانستان له نمایندګیو بلنه شوې په دې مراسمو کې ګډون وکړي او په امریکا کې زمونږ سفارت په دې مراسمو کې د افغانستان استاریتوب کوي ".

ټاکل شوې چې د جنورۍ په شلمه د افغانستان پروخت د جمعې په شپه د امریکا منتخت جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امریکا د جمهوررئیس باراک اوباما څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې واک ترلاسه کړي او د امریکا د پنځه څلوویښتم جمهوررئیس په توګه لوړه وکړي.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو د امریکا د نوي جمهوررئیس د لوړې په مراسمو کې د افغانستان د حکومت مشرانو نه ګډون، افغانستان سره د امریکا د منتخب جمهوررئیس د نه لیوالتیا د بیلګې په توګه یادونه کړې وه.

دغو انتقاد کوونکو د امریکا نوي مشرتابه سره د کاري اړیکو د نه پراختیا له امله افغان حکومت ګرم بللی وو.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې د امریکا د جمهوررئیس د لوړې په مراسمو کې د هیوادونو په استازیتوب یوازې سفیران او د هغوی میرمنې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG