د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: افغان میرمنې زمونږ د ملاتړ مستحقې دي


د امریکا او افغانستان د میرمنو د مشترکې شورا لسمه کلیزه ولمانځل شوه په یو لړ مراسمو کې چې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر زلمي رسول، د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن او د پخواني ولسمشر جورج بوش میرمنې لورا بوش برخه اخیستې وې، د هغه لاسته راوړنو په هکله خبري وشوې چې په ګډه دغې شورا په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د میرمنو دپاره ترلاسه کړي دي.

د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او امریکا د ښځو د مشترکې شورا په لسمه کلیزه باندي په افغانستان کې د ښځو پر وضیعت باندي خبري وشوې او هغه لاسته راوړنې په ګوته شوې چې په دې لسو کلونو کې افغان میرمنو د ژوند په بیلابیلو برخو کې ترلاسه کړي دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن داسي وویل: ،،مونږ نن دې مراسمو ته د خپلو بیلابیلو نظریاتو او فکرونو سره راغلي یوو خو ټول پرې یوې خبري باندي د زړه له کومې موافق یوو. هغه دا چې افغان میرمنې د نړۍ د نورو میرمنو په شان ددغه هیواد د راتلونکې دپاره مهم رول لري. په کار ده چې د دوي بشري حقوق په هر صورت کې وژغورل سي. دوي زمونږ د ملاتړ مسحق دي او ضرورت ورته لري.،،

میرمن کلینټن زیاته کړه چې افغان میرمنو په تیرې لسیزې کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.هغې داسي وویل: ،،د یوې شیبې دپاره د هغو لاسته راوړنو په هکله فکر وکړیْ چې افغان میرمنو په تیرې لسېزې کې ترلاسه کړي دي په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د میرمنو د عمر اوسط ۴۴ کاله وو، اوس ۶۲ کاله دی. په ۲۰۰۱ کال کې هیڅ انجوڼې ښوونځي ته نه تلې اوس درې میلیونه انجوڼې ښوونځیو ته ځي چې د زده کونکو ۴۰ په سلو کې تشکیلوي. نږدې ۱۲۰ زره زده کونکي د بیلابیلو ښوونځیوو نه فارغې شوي دي او ۱۵ زره محصلې په پوهنتونو کې زده کړې کوي. د ماشوم د زیږولو پر وخت د میندو مړینه د پام وکړ په اندازه را کمه شوې ده. دا ټول هغه لاسته راوړنې دي چې د بریالیتوب ښکارندويي کوي.،،

همداشان د پخواني ولسمشر جورج بوش میرمنې لورا بوش چې په دې شورا کې یې زیات کار کړی دی د دې مراسمو پر مهال د افغان میرمنو د پرمختګونو یادونه وکړه او ویویل چې د یادشوې شورا د ایجاد نه وروسته یې څلور ځلي افغانستان ته سفر کړی دی او هرځل یې د بل ځل په پرتله د افغان میرمنو په ژوندانه کې مثبت پرمختګونه لیدلي دي خو هغې وویل چې اوس هم د افغان میرمنو پر وړاندې ستونزې شته.

میرمن لورا بوش داسي وویل: ،، په داسي حال کې چي په افغانستان کې د ښځو پرمختګ تشویقونکی دی، ښځې اوس هم د جدي ننګونو سره مخامخ دي. د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو حضور محدود شوی دی او په دې ورستیو کې د علماوو شورا هڅه وکړه چې د کورنه دباندي د هغوي فعالیت محدود کړي. اوس هم داسي کسان شته چې غواړي ښځې د تحدید او تاوتریخوالي له لارې چپې کړي.،،

میرمن بوش وویل چې د افغان میرمنو د امنیت او حقوقو عدم تامین به هغه بریالیتونو بیرته معکوس کړي چې په دې لسو کلونو کې افغان میرمنو د ژوند په بیلابیلو برخو کې درلودلي دي.

په عین حال کې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل چې د افغانستان دیموکراته اساسي قانون د ښځو حقوق تامین کړی دي. هغه داسي وویل: ،،زه غواړم پر دې ټکی باندي ټینګار وکړم چې افغان ولسمشر حامد کرزی او د افغانستان حکومت ددغه هیواد د اساسي قانون او نړیوالو مسولیتونو پر بنسټ د افغان میرمنو د حقوقو تامین ته ژمن او متعهد دی.،،

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او امریکا د ښځو ګډه شورا په کال ۲۰۰۲ کې د پخواني ولسمشر جورج بوش او ولسمشر کرزي له خوا د جورجټون په پوهنتون کې پرانیستل شوه. ددې شورا په مرسته د افغانستان او امریکا حکومتونو د خصوصي سکتور، اکاډمیکې ټولنې او غیر دولتي سازمانونو له لارې د افغان میرمنو او ماشومانو د ملاتړ دپاره یو لړ نوښتونه پلي کوي.

ددې شورا چارې د جورجټون د پوهنتون ریْس ډاکټر جان ډیجویا، د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د ښځو د چارو سفیره میلان ویرویر او د افغانستان د باندنیوو او ښځو د چارو وزراتونه پرمخ بیايي. همداشان د پخواني ولسمشر جورج بوش میرمن لورا بوش ددې شورا د افتخاري سلاکارې په توګه کار کوي چې د افغانستان د میرمنو او انجوڼو دپاره خپل تعهد ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG