د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې ګډو ځواکونو د مخدراتو بل لوی مرکز په نښه کړ


افغان او ناټو ځواکونو د هلمند په جنوب کې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په دیشو ولسوالۍ کې د مخدره موادو د تولید او سوداګرۍ پر یوه مهم مرکز هوايي بریدونه کړي.

ځايي چارواکي وايي، دغه هوايي بریدونه د بهرامچې په سیمه کې له تیرې شپې راهیسې پیل شول او د چهارشنبې ورځې د سهار تر څلور بجو یې دوام وکړ.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکا غږ ته وویل "موږ په ګډه له نړیوالو ځواکونو سره دغه هوايي ماموریت تر سره کړی چې ۹ د نشه يي توکو سترې فابریکې د نشه يي توکو په کار کې بوخت کسان او هغه وسله وال طالبان چې د نشه يي توکو له کاروبار سره يې مرسته کول او بهرني تروریستان يې دلته روزل وژل شوي چې د هغوی کره شمېر لاهم موږ ندی تر لاسه کړی".

خو د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې دغه بریدونه د بهرامچې د سیمې د اسلامي امارت د غره په لمن کې د نشه یي توکو د پروسس ګڼ شمېر فابریکو باندې شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې په یوه سیمه کې د نشه يي توکو د پروسس او کاروبار په چارو بوخت ۳۳ تنه او په بله سیمه کې ۱۱ تنه هم د نن سهار وختي په بریدونو کې وژل شوي.

بهرامچه د دېشو ولسوالۍ مرکز دی چې له تیرو څو کالو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه وتلې او په کې د مخدراتو پراخ کاروبار دوام لري.

جنرال احمدزی وايي چې بهرامچه په اسیا کې د مخدره موادو د پروسس او انتقال ستر مرکز دی چې د نشه يي توکو قاچاق کونکي يې له دې سیمو څخه نړیوالو بازارونو ته انتقالوي.

دا په روانه اونۍ کې د مخدره موادو پر مرکزونو باندې دویمه لویه حمله ده چې په هلمند کې تر سره کیږي.

دوه ورځې وړاندې افغان او ناټو ځواکونو د هلمند په شمال کې د کجکي او موسی کلا په ولسوالیو کې د مخدره موادو یو شمیر عمده مرکزونه په نښه کړل.

افغان مقامات وايي چې مخدرات په افغانستان کې د جګړې د تمویل لویه سرچینه ده چې پدې وروستیو کې د نړیوالو قواوو په مرسته يې پر مرکزونو بریدونه زیات شوي او دا لړی به نوره هم سخته کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG