د لاس رسي وړ اتصالات

رباني او قُریشي په جلال‌آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ په مسله خبرې کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني له خپل پاکستاني سیال شاه‌ محمود قُریشي سره، په ننګرهار ولایت کې د پاکستان د قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلي قُریشي له خپل افغان سیال څخه غوښتي، عادي حالت ته د قونسلګرۍ د چارو د بیرته ګرځولو لپاره باید په جلال‌آباد کې د هغوی د قونسلګرۍ امنیتي چارې د پخوا په څیر سمبالې شي.

په بیان کې راغلي "ښاغلي قُریشي له افغان حکومت څخه د هغو امنیتي ترتیباتو د بیرته نیولو غوښتنه کړې، چې د ۲۰۱۸ کال د اګست تر ۲۸مې هلته موجود وو، ترڅو د قونسلګرۍ کاري چارې د پخوا په څیر خپل عادي حالت ته وګرځي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قونسلګرۍ د امنیتي مسلې تر هواريدلو پورې به، د افغانستان په ختیځ کې یوازې محصلینو او ناروغانو ته د پاکستان ویزې ورکول کیږي.

د بیان له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني خپل پاکستاني سیال ته په دې برخه کې د مثبتو نتایجو ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني لوري سره د دغو ټيلیفوني خبرو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره د لیدنې پر مهال، په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې په دغې لیدنه کې ښاغلي رباني په جلال‌آباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د مسلې پر ژر هواريدو ټینګار کړی دی.

پاکستان ادعا کړې، چې د ننګرهار والي حیات الله حیات د قونسلګرۍ په داخلي چارو کې مداخله کوي او له همدې امله یې په جلال‌آباد کې خپله قونسلګري تړلې ده.

خو ښاغلي حیات د قونسلګرۍ په چارو کې هرډول مداخله په کلکه رد کړې او هغه یې په ننګرهار ولایت کې د پاکستانۍ کلدارو د کارولو پر ضد د خپلو وروستیو اقداماتو په وړاندې د پاکستان غبرګون ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG