د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او هند بهرنیو چارو وزیران ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا خبرې کوي


افغانستان او هند د ۲۰۱۱ کال راهیسې د ستراتیژیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی دي
افغانستان او هند د ۲۰۱۱ کال راهیسې د ستراتیژیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی دي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په نوي ډهلي کې، د افغانستان او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو په مشرۍ د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکي همکاریو د شراکت په ګډې شورا کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني نوي ډهلي ته تللی او ټاکل شوې چې هغه به د خپل هندي سیالې میرمن سوشما سواراج سرهد دواړو هیوادونو د ستراتیژیکي همکاریو د شراکت په ګډه شورا کې برخه واخلي.

ښاغلي مستغني وویل "د دې غونډې هدف د دوه اړخیزو همکاریو او د دغو همکاریو په چوکاټ کې چې کومې پروژې تطبیق کیږي، بحث او ارزونه ده، همدارنګه د افغانستان او د هند د راتلونکوهمکاریو او د دغو همکاریو پراختیا ده".

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت وايي، چې ټاکل شوې د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکي همکاریو د شراکت د ګډې شورا غونډې نن پیل شي.

خو هندي رسنیو ویلي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتیژیکي همکاریو د شورا غونډه به د دوشنبې په ورځ په نوې ډهلي کې جوړه شي.

همداشان د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین به د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره هم خبرې وکړي.

افغانستان او هند د ۲۰۱۱ کال راهیسې د ستراتیژیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې د دغو دوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په کال کې یو ځل نوبتي غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG