د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې بیا جګړه پیل شوې


ارشیف
ارشیف

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د افغان مخالفو وسلوالو ترڅنګ په سلګونو پاکستاني وسله والو هم د کونړد دانګام په ولسوالۍ کې د قومي خلکو او افغان امنیتي ځواکونو سره نن سهار پنځه بجې بیا جګړه پیل کړې ده.

د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبد الحبیب سیدخېل امریکا غږ ته وویل، چې پاکستاني طالبانو د دانګام ولسوالۍ په کارکوړ، خرووټي او ساوون سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي چې په سیمه کې لا هم توده جګړه روانه ده.

قوماندان سیدخېل زیاتوي، چې د تېرې شپې په نښتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي او تر شلو نور ټپیان شوي دي.

خو په ختیځ زون کې دملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل،چې د تېرې ورځې راهیسې د دانګام په جګړه کې د وژل شویو وسله والو شمېر ۴۱ تنو ته رسېدلی دی .

هغه وايي چې په دغه جګړه کې ۴۷ تنه مخالف وسله وال ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي هاتفي په خبره، چې ددوی دغاړې درې تنه عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، چې دغو وسله والو غوښتل په سیمه کې د طالبانو په خلاف را پورته شوي ولسي پاڅون کونکي ووژني او ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولي.

په دانګام ولسوالۍ کې قومي مشر ملک محمد زمین، وايي په کارکوړ سیمه کې قومي خلک له پاکستاني وسله والو سره په جګړه بوخت دي او مرمۍ او مهمات یې په خلاصېدو دي.

نوموړی وايي، چې په روانه اونۍ کې د ډېورنډ کرښې د هغې غاړې څخه د پاکستان سرحدي امنیتي ځواکونه نژدې درې کیلو متره د افغانستان په خوا راوښتي او پوستې یې ځای پر ځای کړي دي.

ملک محمد زمین وايي، چې دغه کار د سیمې د خلکو کورونه له خطر سره مخامخ کړي دي او که جګړه لا نوره پراخه شي ښايي مخالف وسله وال په دغه سیمه کې د عامو خلکو کورونه وسېزي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا دویم وار دی، چې افغان امنیتي چارواکي په دانګام ولسوالۍ کې د افغان مخالفو وسلوالو ترڅنګ له ولسي خلکو او افغان امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د سلګونو پاکستاني وسله والو د ګډون ادعا کوي.

د پرله پسې هڅو سره سره مو په جلال اباد کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې د افغان امنیتي چارواکو د ادعا په هکله د پاکستان د اړخ نظر تر لاسه نه کړای شو.

وسله والو طالبانو د دانګام په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه تائید کړې او ادعا یې کړې چې په دغه ولسوالۍ کې په روانه جګړه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو نه دوه امنیتي پوستي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG