د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه؛ د سپین بولدک ـ چمن لار تړل شوې


عکس( سپین بولدک چمن دروازه)
عکس( سپین بولدک چمن دروازه)

افغان امنیتي چارواکي وایي د دوشنبې اپریل ۲۶ (غوايي۶) په سهار د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه جګړه شوې ده.

که څه هم چارواکي وايي چې جګړه درېدلې، خو د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار تړل شوې ده.

افغان مقامات وايي چې پاکستاني لوري د سپین بولدک په لقمان کلي کې د اغزن تار د غځولو هڅه کوله چې پیل شوې ده.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته وويل چې نښته د څه باندي یو ساعت لپاره يې دوام در لود.

وویل: "پاکستاني لوري په لقمان کلي کې اغزن تار غځوي چې زموږ د قواوو له لوري يې مخه ونیول شوه جګړه پر نهه بجې پيل او تر شل باندي لسو بجو پوري يې دوام در لود د اغزن تار د غځولو د کار مو مخنیوی کړی او زموږ قواوو د لومړی درجه تیارسی په حال کې دي دغه راز پدې نښته کې زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې یو تن سرحدي پوليس ژوبل شوی."

ځايي اوسیدونکي وايي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې پاکستاني لوری پدې هڅه کې وو چې په لقمان کلي کې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار تېر کړي خو د سیمه ییزو اوسیدونکو له مخالفت سره مخ شول.

بلي خواته د سپین بولدک کميساري وايي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار هم تر جګړې وروسته د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

پاکستاني لوري تر دا مهاله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د رامنځته شوي جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تیره ورځ کابل کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدنه کې پر افغان سوله، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیت خبرې کړي دي.

امنیت شورا ویلي چې دواړو لورو پر سوداګریزو مسائلو سربیره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو، سیمه ییز اتصال له ازبکستانه تر پېښوره د اوسپنیزې پټلۍ جوړېدو او له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي هم بحثونه کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG