د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د تازه پرېکړې پر ضد د بولدک او چمن د اوسېدونکو اعتراض


دوی له دواړو دولتونو څخه غوښتنه وکړه چې د پخوا په څېر دي د بولدک او چمن ترمنځ دروازه د تګ را تګ لپاره پرانیستل شي
دوی له دواړو دولتونو څخه غوښتنه وکړه چې د پخوا په څېر دي د بولدک او چمن ترمنځ دروازه د تګ را تګ لپاره پرانیستل شي

د سپین بولدک او چمن ترمنځ د تګ راتګ په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې پر وړاندې د چمن او سپين بولدک سیمو پانګه والو او ځايي اوسیدونکو د نن سهار راهیسې اعتراضیه لاریون پيل کړی.

دوی له دواړو دولتونو څخه غوښتنه وکړه چې د پخوا په څېر دي د بولدک او چمن ترمنځ دروازه د تګ را تګ لپاره پرانیستل شي.

د یادو ښارونو اوسیدونکي وايي چې د پاکستان حکومت له تیرو درې میاشتو راهیسې دواړو خواو ته د پرتو خلکو د تګ راتګ پر وړاندي شرایط سخت کړي چې له کبله يې دوی له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

له تیرو درې میاشتو راهیسې پاکستاني لوري لخوا تر شپږ ځلې پوري یاده لار په یو طرفه ډول د هغو افغانانو پر مخ پرانیستل شوې چې له پاکستان څخه افغانستان ته داخلیږي.

خو په سپين بولدک ولسوالۍ کې مېشت پانګه وال او ځايي اوسیدونکي وايي چې په دغه تجارتي ښارګوټي کې ۹۰ سلنه تجارت د چمن او نورو قبایلي سیمو د اوسیدونکو دی چې په وینا یې دوی باید هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمنځ تګ راتګ ولري.

د چمن سرحدي ښار ګوټي اوسیدونکی پانګه وال حاجي رحمت الله اڅکزی چې دا مهال په سپين بولدک ولسوالۍ کې په تجارت بوخت دی امریکا غږ اشنا ته وويل چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې ۹۰ سلنه تجارت د چمن، عبدالله خان، کوټي،او نورو قبایلي سیمو د مېشتو پښتنو دی.

ده وویل چې د مارچ د میاشتې له دوهمې نېټې څخه پاکستان یاده لار د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې خو یوازي په څو محدودو وروځو کې د ټرانیزیټ مالونو او یا هم د هغو افغان مسافر چي له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستنېږي د دوستي درازه په یو طرفه ډول پرانیزي.

ده زیاته کړه:"دغه دروازه چي د کرونا ویروس د تدابیرو په پلمه پاکستاني لوري تړلې اوس يې نوي مسایل پکښې را پورته کړي مثلآ تګ راتګ به پر پاسپورت وي چې دا قبایلي خلک نه مني او دوهم دلته هره ورځ د ميلیونونو ډالرو تجارت له زیان سره مخ دی چي ستر مالي زیان قبایلي تجارانو ته رسیږي."

بلي خواته افغان حکومت وايې چې ستونزه په پاکستاني لوري پوري اړه لري او دوی د قبایلي سیمو د اوسیدونکو لپاره هیڅ ستونزه نده جوړه کړې.

د سپین بولدک د سودا ګرۍ خونه وايي چې دا مهال د سبزیو او تازه مېوو د تجارت وخت دی چې یوه ورځ دروازه تړل کیده پانګه وال له لوړو مالي زیانونو سره مخ کوي.

که څه هم د پاکستان حکومت په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده ور کړې خو د چمن او سپین بولدک سرحدي ښارګوتو پانګه وال او اوسیدونکي وايې چې د پاکستان حکومت د پاسپورټونو لرل ورته حتمي کړي او له دې پرته د تګ راتګ اجازه نه ور کوي.

دوی زیاته وي چې له تیرو پنځوس کالو راهیسې د دواړو خواوو قبایلو او پښتنو له ویزو او پاسپورټونو پرته تګ راتګ در لود چې اوس هم باید دغه اصل دواړه حکومتونه په پام کې ونیسي.

د پاکستان حکومت تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG