د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهارکې د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې


افغانستان او پاکستان ترمځ د ډیورنډ کرښه کیلو متره اوږده غځیدلې ده چې ډیره برخه یې له غرنیو سیمو څخه تیریږي.
افغانستان او پاکستان ترمځ د ډیورنډ کرښه کیلو متره اوږده غځیدلې ده چې ډیره برخه یې له غرنیو سیمو څخه تیریږي.

دننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ جګړه کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور زخمیان دي.

جګړه تېر مازیګر دنارګي په سیمه کې پیل شوې او ټوله شپه یې دوام کړی دی .

په ګوشتې ولسوالۍ کې دسرحدي پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې یې یو سرحدي پولیس وژل شوی، دوه زخمیان دي او دپاکستانیو ځواکونو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

دغه چارواکي دا هم وویل چې پاکستانیو ځواکونو پرې درنې وسلې هم کارولي او د دوی پوستې یې ویشتلي دي، خو وایي اوس جګړه ارامه ده.

په ختیځ زون کې دسرحدي پولیسو قوماندان ولي خان شینواری په ګوشتې ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کوي خو په دې اړه نور معلومات نه ورکوي .

دګوشتې ولسوالۍ یو اوسېدونکی فقیر الله وایي چې ټوله شپه یې د ‌‌‌‌‌‌ډزو غږونه اورېدل .

پاکستان امنیتي ځواکونو د دغې نښتې په باب تر اوسه تبصره نه ده کړې.

د ګوشتې هغه ولسوالۍ ده چې ‌‌‌‌‌‌کله کله پکې د افغان او پاکستانیو سرحدي ځواکونو تر منځ د جګړې رپوټونه ورکول کېږي.

په دغه ولسوالۍ کې له صفري کرښې څخه دپاکستانیو ځواکونو د تازه خوځښتونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

افغانستان او پاکستان امنیتي چارواکي د سرحدي ستونزو د هواري لپاره د سرحد په اوږدو کې یو سره وخت په وخت خبرې کوي او د دغو تماسونو سره سره د دواړو خواو ترمنځ د سرحد په اوږدو کې وسله والې نښتې پیښیږي.

اوړم کال هم په د افغانستان اوپاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د ګوشتې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې نښتې شوې وې، چې محمد قاسم په نوم یو افغان سرتیری هم وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG