د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني ځواکونو ځاځي میدان ته څیرمه جګړه کړې


دا لومړی ځل نه دی، چې افغان او پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره جګړه کوي، له دې وړاندې هم دغو ځواکونو جګړې کړي
دا لومړی ځل نه دی، چې افغان او پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره جګړه کوي، له دې وړاندې هم دغو ځواکونو جګړې کړي

د خوست په ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په حدودو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له نن سهار اته بجو راهیسې جګړه پیل شوې،چې د کرښې دواړو خواو ته یې مرګ ژوبله اوړولې ده.

پاکستاني‌ چارواکي‌ وايي په پېښه کې یې دوه سرتېري‌ وژل شوي‌ او درې نور ژوبل دي. وايي سرتېرو یې عادي ګزمه کوله چې برید پرې وشو، وایي ځواکونو یې په کرمه ایجنسۍ کې د موانعو او خنډونو د جوړلو لپاره چمتوالي‌ نیول چې برید پرې وشو.

پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور امریکا غږ ته ویلي د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي دي. خو جنرال غفور وویل، دا لا څرګنده نه ده، چې د ډزو تبادله د افغانستان د پوځ او یا هم د پولیسو د ځواکونو سره شوې ده او دا ځکه چې د جنرال غفور په وینا په دغه سیمه کې منظم افغان ځواکونه دیره نه دي.

د خوست ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې جګړه لا هم روانه ده.

د خوست سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې جګړه نن سهار شاوخوا اته بجې د ځاځي ميدان ولسوالۍ په دريو سرحدي نقطو جنډو غر، نازو غر او ښاونه غونډۍ کې د دواړو غاړو د امنيتي پوستو ترمنځ پيل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې افغان لوري ته يو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

سمونوال ځدراڼ ادعا وکړه، چې د دوو پاکستاني ځواکونو مړي هم د جګړې په ځای کې پراته دي.

قوماندان عبدالحنان ځدراڼ وويل، چې په دغه نښته کې تر اوسه افغان سرحدي ځواکونو ته د سر زيان نه دی اوښتی.

دخوست سرپرست امنيه قوماندان وويل چې تر اوسه د نښتې د لامل په اړه پوره معلومات نه لري، خو په دې اړه به د ورځې په اوږدو کې له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

د سيمې يو اوسېدونکی محمد عارف وايي، چې يو سرحدي پوليس وژل شوی او ځينې نور ټپيان دي.

امنيتي چارواکي او د سيمې اوسېدونکي وايي، چې له افغان سرحدي ځواکونو سره د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي هم د پاکستاني ځواکونو پر خلاف په جګړه کې مرسته کوي.

دا اوسیدونکي وايي،دواړه غاړې له درنو وسلو کار اخلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه سره جګړه کوي، له دې وږاندې هم د دغو دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG