د لاس رسي وړ اتصالات

والي د طورخم تله په فساد کې ډوبه بولي


د ننګرهار سرپرست والي وايي په تېرې یوې اونۍ کې، د دغې تلې له لارې تر لاسه شوې، لس میلیونه افغانۍ ورکې شوي دي.
د ننګرهار سرپرست والي وايي په تېرې یوې اونۍ کې، د دغې تلې له لارې تر لاسه شوې، لس میلیونه افغانۍ ورکې شوي دي.

د ننګرهار سرپرست والي په طورخم ښارګوټي کې دمالونو دوزن کوونې لګېدلې تله دمافیايي بانډونو لپاره دعایداتو یوه ښه سرچېنه ګڼلې ده.

هغه وايي ،چې په تېره یوه اونۍ کې دموندلو اسنادو له مخې یواځې یو میلیون افغانۍ د دولت خزانې ته تلي او څه دپاسه لس ملیونه نورې ترې تمې شوې دي.

سرپرست والي عطاء الله لودین له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې تېرو دوه اونیو راهیسې په طورخم کې د موټرو دوزن تله دولسمشر اشرف غني په امر یو ځل بیا خلاصه شوې ده.

نوموړی وايي دغه تله ددې لپاره نصب شوې وه چې ګوندې لویې موټرې له ټاکلې اندازې اضافه مالونه بار نه کړي، ځکه دسرک دتخریب خبره ورپورې تړلې ده خو د هغه په باور دتلې شتون او نه شتون په یوه معنی کېدلی شي.

"هم سړک تخریبږي او هم په میلیونونه پیسې شخصي جیبونو ته ځي. په دې تېره اونۍ کې یو ملیون افغانۍ دولت ته تلي خو لس چنده یې شخصي جیبونو ته تلي دي."

والي وايي ځينې مافیايي بانډونه ددغه تلې په خلاصون پورې خپلې ګټې تړلې ګڼي.

هغه زیاتوي،چې ددغه اشخاصو یا ډلو لاسونه او تر ولسمشره هم غزیدلي او هغه یې راضي کړی چې ګوندې تله پرانیستې وساتل شي.

د ننګرهار سرپرست والي وايي که د دغه فساد مخه یې و نه نیوله، له دندې به استعفی ورکړي.
د ننګرهار سرپرست والي وايي که د دغه فساد مخه یې و نه نیوله، له دندې به استعفی ورکړي.

که څه هم دغه ولایتي چارواکی دطورخم په تله کې دشریکو کړیو نومونه نه اخلي خو دمالوماتو له مخې دطورخم ښارګوټي تله دمشرانو جرګې دریس فضل هادي مسلمیار په خپلوانو پورې تړاو لري.

سوداګر وايي په ناقانونه توګه ترې پیسې اخستل کیږي.

دوی وايي بار شوي مالونه کله هم ندي کم شوي او یواځې ددې لپاره تله جوړه شوې، چې له خلکو په نه یو نامه پیسې وشکوي.

دننګرهار ولایتي شورا استازی ذبیح الله زمری بیا دتلې بندیده ددولت لپاره له انصافه لرې ګڼي خو وايي په تله حاکم خلک باید پاک نفسي وټاکل شي.

"تله باید خلاصه وساتل شي تر څو دسرک دتخریب مخه ونیول شي خو اشخاص باید پکې سپیڅلي وټاکل شي."

خو دننګرهار والي عطاء الله لودین بیا پر دغه مسله له ولسمشر سره دخبرو په تمه دی او وايي که په راتلونکي یوه اونۍ کې دترازو په نامه دناقانونه پیسو مسله حل نشه شي له خپلې دندې استعفی کوي.

"زه خپلې نهايي هڅې په لاره اچوم ترڅو ددغه فساد مخه ونیسم؛خو که کامیاب نه شوم بیا استعفی کوم."

په طورخم ښارګوټي کې له تازو سربېره په نورو برخو کې کې هم له کلونو راهیسې دپراخ فساد اندېښنې شتون لري.

پر دغه لاره هره ورځ سلګونه بارداره موټرې تګ راتګ کوي،چې دوزن دنه کنټرول سربیره له موټرو زرګونه پاکستانۍ کلدارې اخستل کیږي.

دا چې دننګرهار والي به په نژدې راتلونکي کې ددغه ستونزې پر حل بریالی شي او کنه دا هغه څه دي،چې راتلونکی یې ځوابولی شي؟.

XS
SM
MD
LG