د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان مایمي ولسوالي بیرته له طالبانو پاکه شوه ـ دفاع وزارت


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت مایمی ولسوالي یې په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.

د تیرې پنجشنبې په ورځ خبر ورکړل شوی و چې طالبانو دغه ولسوالي نیولې ده.

خو دفاع وزارت پرون ناوخته نومبر ۲۱ (لېندۍ لومړۍ) ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دغه ولسوالي بیرته له طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په هغو عملیاتو کې چې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې ترسره کړل، مایمی ولسوالۍ یې د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه کړه."

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې له یادې ولسوالۍ څخه د طالبانو له پر شا تمبولو وروسته په سیمه کې تازه دم افغان ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.

دفاع وزارت په دغه عملیاتو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو د ادعا ترڅنګ د هغوی د وسلو او مهاماتو له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

د مایمي ولسوال کامبیز قرباني د تیرې پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، په دغې ولسوالۍ باندې د طالبانو تر بریدونو وروسته د دغې ډلې وسله‌والو د ولسوالۍ مرکز ونیوی.

XS
SM
MD
LG