د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د افغان پوځ هلیکوپټر د پریوتو له امله اوه پوځیان وژل شوي


د افغان پوځ دغه ام ای ۱۷ هلیکوپټر په بغلان ولایت کې یو پوځي مرکز ته اکمالات رسول.
د افغان پوځ دغه ام ای ۱۷ هلیکوپټر په بغلان ولایت کې یو پوځي مرکز ته اکمالات رسول.

د افغانستان دفاع وزات وايي، چې نن سهار وختي د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د قرغان تیپه په سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو یو ام ای ۱۷ ډوله هیلکوپټر د راپریوتو په پېښه کې د هلیکوپټر د څلورو عملې په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یو بیان کې ویلي، چې دا هیلکوپټر نن سهار څلور بجې د بغلان ولایت په قرغان تیپه سیمه کې هغه مهال راپریوت، چې په دغه سیمه کې افغان ځواکونو ته اکمالات رسول.

دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په دې پېښه کې د هیلکوپټر څلور تنه عمله او د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي دي.

جنرال وزیري وايي، چې یو بل هیلکوپټر هم له رانسکور شوي هلیکوپټر سره په عملیاتو کې شامل وو.

خو طالبانو ادعا کړې چې دا هلیکوپټر د دغې ډلې وسله‌والو رانسکور کړی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې دا هلیکوپټر د قرغان تیپه په سیمه کې د افغان پوځ یو پوځي مرکز ته اکمالات رسول، چې د دغې ډلې د وسله‌والو تر برید لاندې راغی او رانسکور شو.

طالبان وايي، چې په دغه مرکز کې یې د افغان پوځ شاوخوا ۲۰۰ منسوبین له نږدې اوه ورځو راهیسې محاصره کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له خوا د دغه هلیکوپټر د رانسکوریدلو ادعا په کلکه رد کړی ده او ویلي دي، چې هلیکوپټر د تخنیکي عوارضو له امله په هوا کې اور اخیستی او رانسکور شوی دی.

ننګرهار کې د داعش وسله والو پر ضد عملیاتو دوام

ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د اسلامي دولت یا داعش یودېرش جنګالي وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د شفق سېلاب په نوم د تازه پیل شوو عملیاتو په لړ کې د تېرې ورځې راهیسې د هسکې مېنې ولسوالۍ په هارون بابا سیمه کې یودېرش داعش جنګالي وژل شوي دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د نازیانو په ولسوالۍ کې یې هم ځواکونو د عملیاتو پر مهال درې داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې په دغو تازه عملیاتو کې ملکي وګړو او یا حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د شفق سېلاب په نوم دا تازه پیل شوي عملیات څلورورځې وړاندې پیل شوي دي.

تراوسه د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د افغان حکومت د دغې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG