د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال وفادار: د هلمند او ارزګان د نیولو هڅې مو شنډې کړي


طالب وسله والو په تیرو شپږ میاشتو کې په پرله پسې توګه د هلمند او ارزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
طالب وسله والو په تیرو شپږ میاشتو کې په پرله پسې توګه د هلمند او ارزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د افغانستان د پوځ یو لوړپوړې چارواکی وایي، په تیرو شپږ میاشتو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د سیمې د استخباراتو په ملتیا غوښتل چې د هلمند او ارزګان ولایتونه ونیسي، خو افغان ځواکونو يې دا هڅې شنډې کړي دي.

د افغانستان د اتل قول اردو قوماندان جنرال داودشاه وفادار نن په کندهار کې د څلورو ولایتونو د امنیتي ادارو د چارواکو یوې ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې د خپلو وسله والو مخالفانو هغه هڅې یې شنډې کړي چې په تیرو شپږومیاشتو کې په هلمند او ارزګان په ولایتونوکې په افغان امنیتي ځواکونو د پراخه او پرله پسې بریدونو په ترڅ کې یې غوښتل چې دا دواړه ولایتونه ونیسي.

جنرال وفادار وویل، چې اوس دوی چمتوالی نیسي چې په نا امنیه سیمو کې د خپلو وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره د ژمي د موسم له پیل وړاندې نظامي عملیات پيل کړي .

جنرال وفادار وویل "تیرې شپږ میاشتې له امنیتي پلوه سختې میاشتې وې ، وسله والو غوښتل چې د سولې په مذاکراتو کې د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره د با لقوه طاقت په ښودلو سره ځينی مهم ولایتونه تر خپل واک لاندې را ولي خو دې هف ته ونه رسیدل او پدې کې ورسره د سیمي استخبارات بشپړه هکار وو ".

هغه وویل چې په نویو پیلیدونکو پوځي عملیاتو کې به هوايي او ځمکنی ځواکونه برخه ولري.

د افغانستان د څلورو جنوبي ولایتونو د امنیتي چارواکو دا درې ورځنۍ ګډه غونډه نن په کندهار کې پیل شوې چې د یکشنبې په ورځ به پای ته ورسیږي. afg

د بلې خوا د زابل او دایکنډي ولایتونو امنیه قومندانانو دې غونډې ته په ویناو کې د خپلو ولایتونو د امنیت د خوندیتوب لپاره له مرکزي حکومت څخه د امکاناتو غوښتنه وکړه.

هغوی وویل چې د دایکنډي د کجران او نومېش په ولسوالیو کې د دولت مخالفین حضور لري چې د هغوی د ځپلو لپاره ورسره د تشکیل او وسایطو په برخه کې امکانات زیات شي او همداشان هغوی وویل چې په زابل کې د ځینو مهمو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره ورسره مرستې وشي او د پړلیسو تشکیلات یې پراخه شي.

بلي خواته عام خلک وايي چې ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدونکو نا امنیو يې ژوند تریخ کړی او که حکومت د امنیت او ثبات لپاره په خپلو پالیسیو کې بدلون رانه ولي نو ممکن ملکي خلک تر دې هم له نورو ستونزو سره مخ شي.

اروزګان چي په تیره یوه میاشت کې د سختو نا امنیو له کبله يې تر پنځه زره زیاتې کورنۍ کډه کیدو ته اړ شوي، اوسیدونکي يې شکایت لري چې حکومت د هغوی د امنیت د ساتلو په برخه کې پاته راغلی دی.

د ارزګان ، هلمند او د کندهار په شمال کې له وروستیو نا امنیو سره پر یوه وخت دا اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي چې ممکن د جګړو لمن نسبتآ د امن سیمو ته هم وغځېږي .

امنیتي مقامات وايي چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سیمي د استخباراتو مرسته تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

همدا اوس د ارزګان مرکز د څلورو اونیو په تیریدو سره لاهم د وسله والو تر محاصرې لاندې دی اوهم د کندهار د شمالي ولسوالیوشاه ولیکوټ ، میانشین ، خاکریز او غورک په شمول په زابل کې له ممکنه نا امنیو په اړه اندېښنې موجودي دي .

خو په جنوب کې امنیتي مقامات وايي چي د ژمي له راتګ څخه مخکې دوی تر خپل ماموریت لاندې سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینود ځپلو لپاره د هغوی پر ضد پراخ پوځي عملیات پيلوي ، خو د عملیاتو د پيل دقیقه نېټه لا څرګنده نه ده .

چارواکي وایي، دغه عملیات د کندهار په شمال ، زابل ، اروزګان او داینکندي ولایتونو کې پیلوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG