د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز- خان اباد پر لویه لار ۳۸ طالبان وژل شوي ـ دفاع وزارت


له تېرې یوې اونۍ راپدیخوا د کندز – خان اباد پر لویه لار د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي، دغه لار د خلکو د تګ راتګ لپاره بنده ده.

نن جمعه د اګست ۲۱مه(زمري۳۱مه) د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دریو ورځو راپه دیخوا د خان اباد – کندز پر لویه لار افغان ځواکونو عملیات پیل کړي چې تر اوسه په کې ۳۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په وژل شویو طالبانو کې څو تنه قوماندانان هم شامل دي او ۱۶ تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي:"افغان ملي دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي،او پراخې ساحې له طالبانو څخه پاکې کړې او د پرسونل ضد ماینونه یې هم له منځه یووړل."

لومړی طالبانو د کندز- خان اباد پر لویه لار پراته د ملي اردو ځواکونه محاصره کړې وو، خو اوس د ملي اردو له خوا د دغې لارې په اوږدو کې عملیات پیل شوي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري هم له تیرې یوې اونۍ راپه دیخوا د عملیاتو یادونه کوي او وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې طالبانو غوښتل له موټرو باج واخلي او امنیتي پوستې له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه چې اوس افغان ځواکونو عملیات پیل کړي او مخالفینو ته تلفات اوښتي دي.

"د کندز- خان اباد تر منځ غځیدلې لار باندې وسله والو طالبانو تالاشۍ کولې او څو ځل یې د بدخشان اوسیدونکي په دې تور چې په امنیتي ځواکونو کې دندې لري له موټرو کوز کړي وو."

د ملرغي یو تن اوسیدونکی نظام الدین وايي چې اوس هم د خان اباد- کندز پر لویه لار افغان امنیتي ځواکونه شته دی او له تیرې یوې اونۍ راپه دیخوا د دغې لارې په اوږدو کې سختې جګړې شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG