د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ په دانګام کې نن بیا جګړه پیل شوې ده


په ختیځ کې دملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وایي په دغه جګړه کې افغان ځواکونه هوايي ملاتړ هم لري.
په ختیځ کې دملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وایي په دغه جګړه کې افغان ځواکونه هوايي ملاتړ هم لري.

افغان امنیتي چارواکي وايي،نن سهار یې بیا دکونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ کې د خپلو وسلوالو مخالفانو په وړاندې جګړه د کمانډو او هوايي ځواک په ملتیا پیل کړې ده چې په ترڅ کې ۱۴ وسلوال ،زل شوي دي .

په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل،چې جګړه د کانتوسر، کارکوړ او دوبندو په لوړو څوکو کې روانه ده .

ښاغلي هاتفي وویل چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونه هوايي ملاتړ هم لري.

په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې تر اوسه په جګړه کې ۱۴ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

هاتفي وویل په دا وار جګړه کې د کابل د ۱۱۱ فرقې سرتیري هم ګډون لري.

هغه زیاته کړه، چې ملي اردود انجنیرۍ ټیم هغه سیمې له ماینونو پاکوي،چې د حکومت مخالفو وسلوالو ښخ کړي او هغو سمیو ته دسترتېرو دمخکې تګ مخه یې نیولې ده.

هغه همدا راز زیاته کړه،چې دکمانډو سرتیري پر مخالفو وسلوالو له شا لخوا راتاو شوي او په هغوی یې د محاصري کړۍ تنګه کړې ده.

وسله والو مخالفانو تر اوسه دنننۍ جګړې په اړه څه ندي ویلي.

په تېره یوه نیمه میاشت کې دا دریم وار دی ،چې افغان ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې پر خپلو مخالفو وسلوالو برید کوي خو لاهم افغان ځواکونو د خپلو مخالفو وسلوالو د مرچلولو تر نفوذ لاندې سیمو په وړاندې ډیر پرمختګ نه دی کړی.

د افغان امنیتي ځواکونو چارواکي د ورو پرمختګ علت په سیمه کې د مخالفو وسلوالو له خوا د ماینونو ښخول ښیي.

په سیمه کې د دغې جګړې له وېرې په سلګونه کورنۍ له خپلو کورنو کډه شوي او په ډېر ناسمو حالتو کې په راکوزو ولسوالیو او سیمو کې ژوند کوي.

زیات شمیر را کډه شوي کډوال وایي چې کډوالو کورنیو ته لا هم هغسې ،چې اړتیا یې لیدل کیږي، مرستې ندی رسېدلي.

XS
SM
MD
LG