د لاس رسي وړ اتصالات

اولمپیک لوبې: افغان تکواندو لوبغاړي کوریايي سیال ته ماتې ومنله


د افغانستان د ټکوانډو ملي لوبغاړی فرزاد منصوري د توکیو۲۰۲۱ اولمپیک لوبو کې له خپل کوریايي سیال نه ماتې وخوړه او له سیالیو څخه بهر شو.

لوبه نن سه شنبه جولای ۲۷ (زمری پینځمه) د جاپان پلازمېنه توکیو کې پیل شوه.

فرزاد منصوري د کوریايي لوبغاړي ان کیودو سره لوبه ښه پیل کړه او د لوبې د پای شېبو پورې یې په ۱۲/۸ نمرو برلاسي درلوده. خو د لوبې به ورستیو ۵ ثانیو کې کوریايي لوبغاړي وکړای شول لوبه ۱۳ د ۱۲ په مقابل کې خپله کړي او ګټونکی شي.

د لوبې وروستۍ شېبې
د لوبې وروستۍ شېبې

د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې ویاندې امریکا غږ ته وویل چې افغان لوبغاړي د بروزنو مډال ګټلو ته یو بل چانس هم درلوده.

بنفشه فیضي زیاته کړه "که د کوریا نه د ماتې خوړلو وروسته د فرزاد سیال، ان کیودو فاینل ته لاره موندلې وی بیا فرزاد کولی شول چې د ان کیودو سیال سره د برونز مډال ګټلو لپاره ولوبیږي خو د مقدونیې هېواد لوبغاړي، کوریايي ان کیودو مات کړ او فرزاد د دویم چانس نه هم پاتې شو."

ملي ټکوانډو باز فرزاد منصوري د ۸۵ کیلو وزن سره د ۸۰+ وزرن کې لوبه وکړه. هغه له دې مخکې د افغانستان لپاره نور ویاړونه هم ګټلي دي.

د ټکوانډو ملي فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد امریکا غږ ته وویل چې فرزاد منصوري د اسیا په کچه دویم غوره لوبغاړی دی.

شهزاد زیاته کړه "فرزاد په تېرو څو کلونو کې د هند، اردن او کوریا په لوبو کې د سرو زرو مډالونه کټلي او د چین او اماراتو په لوبو کې یې د سپینو زرو مډالونه خپل کړي دي."

وړمه ورځ د روان اولمپیک لوبو کې افغان نښه ویشتوونکي مهدي یاوري د لس متر واټن نښه ویشتنې کې سیالي وکړه.

دغه افغان لوبغاړي هم ونکړای شول د اولمپیک کوم مډال وګتي.

افغانستان ته د لومړي ځل لپاره روح الله نیکپا د ۲۰۰۸ اولمپیک لوبو کې د برونزو یو مډال وګټه.

له هغه وروسته همدې لوبغاړي د اولمپیک په ۲۰۱۲ لوبو کې د برونزو یو بل مډال هم ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG