د لاس رسي وړ اتصالات

اتڼ د امریکا د ویسکانسن پوهنتون په نصاب کې شامل شو

افغان ملي اتڼ د امریکا متحده ایالاتو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې شامل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې اتڼ په نړیواله کچه د داسې یو مشهور پوهنتون په نصاب کې شاملېږي.

د ویسکانسن پوهنتون د نڅا څانګې مشر مایکل اسټینیچ وايي، د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه له څېړنو وروسته یې دا دودیزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړې ده.

نوموړی وايي: "کله چې مو په لومړي ځل په ټولګي کې دا نڅا له محصلینو سره یو ځای تجربه کړه، ټوله خونه انرژۍ، جوش او ستاینې پر سر واخیسته."

د دغه پوهنتون د نڅا برخې استادان د اتڼ اوږده تاریخ، بېلا بېلو بڼو او په دغه نڅا کې همغږۍ حیران کړي، او وایي چې لا یې اوږده لار په مخ کې ده تر څو د افغانانو په څېر اتڼ زده کړي.

د ویسکانسن پوهنتون د نڅا د څانګې مرستیاله لیزا سنډرسن وايي: "هغه څه چې زما د اتڼ په اړه ډېر خوښ شول، د دې نڅا په زړه پورې بڼه او د هغې خورا اوږد تاریخ دی."

مېرمن سنډرسن وايي، اوسمهال یې زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې ستونزې لري. هغه وايي: "دا څرخېدل پکې ډېر په زړه پورې او سخت دي. د اتڼ کوونکو تر منځ همغږي ډېر په زړه پورې وو."

د ویسکانسن پوهنتون د ښکلو هنرونو محصلین او استادان اتڼ ته یوازې د نڅا په سترګه نه ګوري، بلکې پکې نغښتي کلتوري ارزښت، یووالي، ښکلا او په دې نڅاکې د مشر یا لارښوونکي رول ته پام کوي. دوی وایي چې اتڼ يوازنۍ داسې نڅا ده چې مشر لري او یووالی تمثیلوي.

وینامیک شیري چې د اتڼ په زده کړه بوخت دی وايي: "د یو امریکایي په توګه زما لپاره دا نڅا څه معنی لري؟ ما د ټولنې په اړه ډېر څه وموندل. ټوله ډله یوځای کار کوي او دا ډله یو مشر لري او ټول دغه مشر تعقیبوي، ټول یوځای کار کوي د یوې ټولنې په شان؛ دا نڅا د یووالي لپاره خورا ښکلې ده."

د ویسکانسن پوهنتون د اتڼ یوه بله زده کوونکې جوسټر سټیون وايي، هغه څه چې د اتڼ په اړه یې ډیر خوښ شوي، هغه پدې نڅا کې د اخلاص موجودیت دی. هغه وايي: "کله چې تاسې د اتڼ په سر کې نه یاست نو هیڅکله نه پوهېږئ چې ورپسې حرکت څه دی. تاسې باید د خپل څنګ کس تعقیب کړئ. او دا واقعاً په زړه پورې جریان دی."

د ویلو وړ ده چې افغان ملي اتڼ د امریکا د وېسکانزن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د نڅا په څانګه کې، د دغه پوهنتون افغانو استادانو نجیب الله ازاد او دهغه میرمنې ثروت ازاد په هلوځلو په رسمي ډول په نصاب کې شامل شوی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG