د لاس رسي وړ اتصالات

لوی اختر کې د کانګو ناروغۍ د ګواښ پرزیاتوالي اندیښنې


د نړۍ د روغتیا سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تراوسه په دغه هیواد کې د دغې ناورغۍ ۶۶ مثبتې پیښې تائید کړي دي.
د نړۍ د روغتیا سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تراوسه په دغه هیواد کې د دغې ناورغۍ ۶۶ مثبتې پیښې تائید کړي دي.

د نړۍ د روغتیا سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د لوی اختر پر مهال د کانګو په نوم د وژونکې ناروغۍ، چې د څارویو د کنو له لارې انسانانو ته لیږدول کیږي، پر زیاتېدو اندیښنه ښودلې.

د وینې بهوونکي تبې یا کانګو ناروغۍ د کنې له لارې، د څاروي د ذبحې پر مهال او یا له ذبحې وروسته د مکروبي وینو او د څارويو د وړیو په تماس سره خلکو ته انتقال کیږي.

مسلمانان د لوی اختر په ورځو کې څاروي قُربانی کوي او داسې ویره شته چې ددې ویروس د انتقال کچه لوړه شي.

د عامې روغتیا او کرنې او مالدارۍ وزارتونو، د نړۍ د روغتیا اداره او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له خلکو څخه غوښتي، چې د لوی اختر په ورځو کې د کانګو ناروغۍ څخه د ځان ساتنې په خاطر ځانګړي وقایوي تدابیر ونیسي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیې کې د دغه هیواد د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز له قوله ویلي، چې په روان کال کې د کانګو ۶۶ پیښې په افغانستان کې ثبت شوي او ۱۲ تنو د همدغې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي فیروز زیاته کړې "کانګو یوه جدي روغتیایي موضوع ده او په اختر کې ددې ناروغۍ د خپریدو د خطر احتمال زیات دی. موږ له هر وګړي څخه غواړو چې د اختر پر مهال کله چې خپل څاروي ذبح کوي، له دې ویروس څخه دې خپل ځان او کورنۍ خوندي وساتي او لازم تدابیر او اقدامات ترسره کړي".

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې استازي ریچارد پيپر کورن ویلي، دغه اداره د کانګو ناروغۍ د څارنې، د پیښو د موندنې او د لابراتوارونو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري کوي.

ډاکټر پیپر کورن دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو ته روزنه ورکوي، تر څو د کانګو پر ناروغۍ اخته کسان په آسانۍ سره تشخیص او درملنه يي وکړي او خلکو ته په دې برخه کې عامه پوهاوې ورکړي.

ښاغلي پیپر کورن زیاته کړې "موږ د عامو وکړو څخه غواړو چې ډیره پاملرنه ولري کله چې لوی اختر د دوستانو او خپلوانو سره لمانځي، خپل ځان او کورنۍ له دې ناروغۍ څخه وساتي".

د کانګو د ناروغۍ ویروس په ګڼو اهلي او وحشي څارويو کې ځای لري او تر ډیره بریده هغه کسان ورباندې اخته کیږي، چې له څارویو سره سر او کار لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، لا تر اوسه د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین نه دی جوړ شوی.

کابل کې د عمومي داخلې ډاکټر امید همکار امریکا غږ ته وویل، چې په انسان کې د کانګو د ناروغۍ نښې شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګې، د ګیډې درد او نس ناستی دي.

هغه ټینګار وکړ، که چیرې دا ډول نښې د يوه شخص په وجود کې لیدل کیږي، ژر ترژره دې نږدې روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي.

ډاکټر همکار وویل هغه کسان چې قُرباني کوي او یا په څارویو لاس وهي، له دستکشو او نورو مخصوصو جامو څخه استفاده وکړي او د کنې د تشخیص لپاره سپینې او د روښانه رنګ لرونکې جامې واغوندي.

هغه وویل کانګو یوه جدي او وژونکې ناروغۍ ده خو د احتیاطي تدابیرو په نیولو سره یې مخنیوی آسانه دی.

XS
SM
MD
LG