د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ځواک بلک هاک هلیکوپترو لومړني عملیات هلمند کې کړي


دا په دغو الوتکو د افغان هوايي ځواک لومړني عملیات بلل کیږي
دا په دغو الوتکو د افغان هوايي ځواک لومړني عملیات بلل کیږي

د افغان ځواک اړوند د بلک هاک هلیکوپترو تازه فارغو شویو پیلوټانو او عملې تېره ورځ خپل لومړني عملیات په هلمند کې ترسره کړي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د مېشتو نړیوالو ځواکونو د قوماندانۍ یا غوڅ ملاتړ په یوه خپره شوې خبرپاڼه ویلي، چې دغه عملیات یوازې یوه ورځ وروسته تر هغه ترسره شوي چې د افغان هوايي ځواک اړوند ۳۱ منصوبین د بلک هاک هلیکوپترو د روزنې په برخه کې د لومړنۍ بشپړې واجد شرایطې عملې په توګه په کندهار کې د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

که څه هم د دغه عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي خو د عملیاتو قوماندان جنرال پیلیپ سټیوارټ په دې اړه وايي چې موږ تیار یو، او خوښ یو او په دې ویاړو چې د دې عملیاتو یوه برخه یو.

د غوڅ ملاتړ ماموریت اړوند د دغه جنرال په باور چې په افغان هوايي ځواک کې د بلک هاک هیلکوپترو او د دغو هیلکوپترو اړوند مسلکي فارغانو شاملیدل نوي نسل ته د رهبري لېږد دی.

د هغه په خبره دا د عصري او پایدار افغان ځواک په جوړېدو کې مرسته کوي.

د امریکا له خوا د افغان هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره د بلک هاک هلیکوپترو لومړنۍ جوپه اووه میاشتې وړاندې افغانستان ته راورسېدله، او د دغو هلیکوپترو لپاره د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام تر هغه اتلس میاشتې وړاندې پېل شوی و.

افغان هوايي ځواک دا مهال دیارلس بلک هاک هلیکوپترې لري او د روان میلادي کال تر پایه به دوې نورې هم ترلاسه کړي .

غوڅ ملاتړماموریت وايي چې د بلک هاک هیلکوپترو ۳۰ نور منصوبین به د ۲۰۱۹ کال تر پسرلي پورې فارغ شي چې د امریکا په الاباما ایالت، چیک جمهوریت او متحده عربي اماراتو کې به روزنه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې افغان هوايي ځواک ته د امریکا له خوا په راتلونکو پنځو کلونو کې د بېلا بېلې ۱۰۰ بلک هاک هلیکوپترې وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG