د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان نابینایانو لپاره د "آرمان" کتابتون پرانستل شو


د نابینایانو په کتابتون کې غږیز او برېښنايي کتابونه هم موندل کیږي
د نابینایانو په کتابتون کې غږیز او برېښنايي کتابونه هم موندل کیږي

د کابل د نابینایانو په مسلکي لیسه کې د "آرمان" په نوم یو کتابتون پرانیستل شو.

دغه کتابتون چې د چهارشنبې په ورځ [اګست ۲] ګټې اخېستنې ته وسپارل شو پکې د نابینایانو لپاره د کیسو او شعرونو سلګونه خاص کتابونه شته. کتابتون کې غږیز او برېښنايي کتابونه هم موندل کیږي.

د نابینایانو د مسلکې لیسې یوه زده کوونکې وایې چې غواړي تر فراغت وروسته معلمه شي او له معلولینو سره د سواد په زده کړه کې مرسته وکړي.

کرشمه چې سترګې یې نه ویني د خپلې کورنۍ په مرسته سبق وایې او په خپل تولګي کې اول نمره ده.

۱۳ کلنه کرشمه د شپږو میاشتو وه چې د یوې ناروغۍ له امله یې سترګې ړندې شوې.

کرشمې له میندو او پلرونو څخه غواړي چې پر خپلو زامنو سبق ووایې: "که هلک وي او که انجلۍ پریږدئ چې درس ووایې."

د کرشمې کورنۍ د خپلې لور راتلونکي ژوند ته خوشحاله ده. مور یې، قدسیه وایې چې د خپلې لور پر تعلیم ویاړي.

قدسیه له خلکو غواړي چې "پر معیوبینو ریشخند نه وهي، احترام دې وکړي او ویې هڅوي".

د افغانستان د پوهنې وزارت د احصائیو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۷.۲ میلیونه زده کوونکي صنفونو ته ځي چې نژدې ۴۰٪ انجونې دي.

د افغان چارواکو په وینا د امنیتي، اقتصادي، فرهنګي ستونزو او د ناسمو دودونو له امله ډېری نجونې له زده کړو محرومې دي.

XS
SM
MD
LG