د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې دوه افغان وروڼه د خپلې خور د وژلو په جرم په عمر قید محکوم شول


د جرمني پولیس
د جرمني پولیس

د جرمني یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷)، دوه افغان وروڼه چې خپله خور یې له دې کبله چې "عصري" ژوند یې کاوه وژلې وه، په عمري بند محکوم کړل.

دا ۳۴ کلنه مېرمن چې مریم نومېده او د دوو ماشومانو مور وه، د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې په برلین کې له خپل کور څخه لادرکه شوې وه، او څو اونۍ وروسته یې مړی د جرمني د باوریا ایالت جنوب په یوې غونډۍ کې موندل شوی و.

هغه مهال چې دا مېرمن لادرکه وه، د اورګاډي د امنیتي کمرو انځورونو وښودله چې د مریم وروڼه، یوسف او مهدي، له برلین څخه باوریا ته له یوه درانه بکس سره سفر کوي، چې ګومان کیږي د مریم مړی په کې وو.

د جرمني د محرمیت د قوانینو له مخې، د پېښې د قرباني او د هغې د وروڼو بشپړ نومونه نه دي افشا شوي، او کورنی نوم یې یوازې "ح" ښودل شوی دی.

پولیسو د مریم مړی په داسې حال کې وموند چې لاسونه، پښې، خوله او پوزه یې په ټیپ پوښل شوي او غاړه یې پرې شوې وه.

قاضي تامس ګروس وویل، دغو دوو کسانو، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو تر منځ دي، خپله خور ځکه وژلې چې هغې "د خپلو وروڼو د کنټرول او نفوذ څخه په زیاتیدونکې توګه ځان ایسته".

سرچینو وویل، د مریم وروڼه د هغې د "عصري ژوند کولو" سره مخالف وو او هڅه یې کوله چې له خپل افغان مېړه څخه له جلا کېدو وروسته، له بل کس سره د هغې د اړیکې مخنیوی وکړي.

د جرمني چارواکو ویلي چې د پیښې قرباني له خپل میړه څخه، چې په ۱۶ کلنۍ کې یې ورسره واده کړی وو او له واده وروسته د هغه د دوامدار تاوتریخوالي ښکار شوې وه، طلاق اخیستی و.

د دواړو وروڼو مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې یوسف د لفظي شخړې پر مهال خپله خور سهواً وژلې او مهدي باید خوشې شي، خو محکمې دا ادعاوې رد کړې.

دې قضیې په جرمني کې د مهاجرو د ټولنو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د موجودیت مسله یو ځل بیا رابرسېره کړې ده.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې جرمني تر یو میلیون ډیر کډوال منلي وو، چې زیاتره یې د سوریې اتباع وو، خو په لسګونو زره افغانان هم په کې شامل وو.

په افغانستان او سوریه کې د "ناموس په سر د وژنو" ډېر راپورونه خپاره شوي او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د جنسیتي برابرۍ د شمېرو له مخې، دا دواړه هېوادونه په ټیټه درجه کې دي.

XS
SM
MD
LG