د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر له نړیوالې ټولنې د کنګل شوې شتمنۍ خلاصېدل غواړي


افغان پانګوالو او سوداګرو له نړیوالې ټولنې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ او پیسو د بېرتهخلاصېدوغوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې په نوښت نن د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ په کابل کې په یوه لویه غونډه کې د هغو هیوادونو څخه چې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته يې د دغه هیواد د شاوخوا لس میلیاردو ډالرو د بهرنيو اسعارو زیرمې کنګل کړي وغوښتل چې دغه پیسې ازادې کړي.

دغو پانګوالو او سوداګرو د طالبانو د اسلامي امارت څخه هم وغوښتل چې په دې مسئله د نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي.

افغان پانګوالو او سوداګرو هیله وښوده چې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو پر نوښت د دوشنبې د ورځې جوړیدونکی کنفرانس کې به دې مسئلې ته د حل یوه لار ولټوي.

ټاکل شوې ملګري ملتونه د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي۲۲) په ژنیو کې د افغانستان لپاره د مرستو راټولو غونډه جوړه کړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د بشري ناورین د راتګ خبرداری ورکړی او پلان لري چې پدې غونډې کې د افغانستان سره د بشري مرستو لپاره څه باندې ۶ سوه میلیونه ډالر تر لاسه کاندي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې د بندیزونو له امله افغان سوداګر او پانګه وال له بانکونو څخه خپلې پیسې نشي ایستلی. هغه وویل چې د بانکونو څخه د پیسو د ایستلو د ستونزې له امله افغانستان ته واردات هم زیانمن شوي او په وینا یې تر هغې چې بانکونه بیرته فعال نشي له بهر څخه واردات به د ستونزو سره مخ وي.

د اګسټ په ۱۵ مه کابل ته د طالبانو د ننوتلو وروسته د امریکا متحده ایالاتو په امریکا کې د افغانستان شاوخوا لس ملیاردو ډالرو په ارزښت زیرمې کنګل ګړلې.

د زیرمو د کنګل کیدو وروسته د افغانستان بانکي سیستم د ډیرو ستونزو سره مخ شوی او د نږدې دوو اونیو د بندیدو وروسته بانکونه بیرته پرانیستل شو، خو په افغانستان کې د ډالرو د زیرمو د کمیدو له امله د افغانستان بانک د پریکړې له مخې بانکونه په په اونۍ کې خپلو مشتریانو ته شل زره افغانۍ او یا هم دوه سوه ډالر ورکوي.

د بانکونو د نوې کړنلارې وروسته په بانکونو باندې د پیسو د ایستلو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته شوې چې له امله یې د بانکونو مشتریان د اوږدو ساعتونو لپاره د بانکونو مخ ته انتظار وباسي.

سوداګرو وویل چې که ددې مسلې غم ونه خوړل شي ممکن په راروان ژمي کې به افغانان د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG