د لاس رسي وړ اتصالات

سوداګرې ښځې په کابل کې راټولې شوي


سوداګرې ښځې په کابل کې راټولې شوي
سوداګرې ښځې په کابل کې راټولې شوي

د افغان میرمنو دې جوړ شوي کنفرانس تر نورو تیرو بله فضا او هوا در لودله. سودا ګرې میرمنې د نړیوالو پیرودونکو سره پر یوه میز باندې ناستې او د راکړې ورکړې خبرې یې کولې.

افغانو میرمنو خپل لاسی صنایع او جوړ شوی شیان بهرنیانو ته ور پيژندل او په دې ډول یې د مارکیتنګ یا بازار موندنې لیرې لاره لنډه کړې وه.

دا د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسیون دوهم کنفرانس دی چې په کابل کې د کاناډا سفارت په مرسته جوړ شوی.

د کنفرانس جوړونکي وایي له دې کار نه یی موخه داده چی د افغان سودا ګرو میرمنو او نړیوالو پیرودونکو تر منځ د بازار موندنې چارې اسانه شي.

په نننۍ غونډه کې سلو افغانو تجارو ښځو چې په لوژستيکي، د منسوجات په تولید او ساختماني برخو کې کار کوي، برخه درلوده او دا ډول د نړیوالو ادارو استازي هم ورغلي وو.

د لاسي او ګنډل شویو توکو برسیره دا ځل د افغانو میرمنو په سوداګری کې نوي څانګې هم پرانستل شوي دي. فرنګیس کاکړ چی د بلخ له ولایت نه راغلې ده د معلوماتي ټکنالوژۍ یا (ای ټي) په برخه کې سوداګري کوي، وایي د ټکنالوژۍ په برخه کې د میرمنو فعالیت یو نوی کار دی چې دمخه تر دې به پکې چا کار نه وو کړی. خو فرنګیس وایي دا بندونه یې مات کړي او ښودلې یې ده چې میرمنې هم په هره برخه کې د کار او سودا ګرۍ توان لري.

محبوبه زرمتی شهاب چی د طب داکتره ده د لایز کانسترکشن او لوجستیک ګروپ مشره ده وایي، دا یې ثٍابته کړه چې د لارو او د کورونو په جوړولو کې میرمنې هم تر نارینه وو کمی نه دي.

له بلې خوا دا میرمنې د دولت د نه ملاتړ نه ګیله منې دي چې میرمنو ته د داسې سوداګریو زمینه او وخت نه ورکول کیږي. حال دا چی د داسی کنفرانسونو جوړونی بهرنیانو ته دا جوتوي چې افغان میرمنې وړتیا او لوړ ظرفیتونه لري او کولای شي د هیواد د بیا ودانولو لپاره هر دول کارونه وکړي.

دادوهم کنفرانس دی چی د (پیس دیوایدند ترست ) د موسسی له خوا د پیرودونکو سره د مخامخ خبرو اترو په اړه د افغان سودا ګرو میرمنو لپاره جوړ شوی دی. ددې موخه داده چې سوداګرﺉ میرمنې د پیرودونکو سره مخامخ او د دریم ګړي پرته خپلی سودا ګریزې چارې پر مخ یوسي او په ځان کې د بسیاینې حس ژوندی او لا هم قوي کړي.

پی، دی، تی یوه غیر انتفاعی موسسه ده چې افغاني شرکتونو ته دا زمینه برابروي تر څو خپلې سوداګریزی چارې لا پراخی کړي او له بلې خوا نړیوال پیرودونکي دې ته هڅوي چې د افغان خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG