د لاس رسي وړ اتصالات

۱۶ وزیر کاندیدان د دوشنبې په ورځ پارلمان ته معرفي کیږي


د ۱۶ کاندانو په لست کې د څلورو ښځو نومونه هم شته چې ولسي جرګې ته د باور او نه باوری د رایو د اخیستلو لپاره معرفي شوي دي.
د ۱۶ کاندانو په لست کې د څلورو ښځو نومونه هم شته چې ولسي جرګې ته د باور او نه باوری د رایو د اخیستلو لپاره معرفي شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې کابینې د پاتې ۱۶ څوکیو لپاره د نویو کاندیدانو نومونه ولسي جرګې ته واستول.

په دغو ۱۶ کسانو یې څلور ښځې دي، ولسمشر غني د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال ژمنه کړې وه چې د بري په صورت کې به په خپلې کابینې کې ښځو ته ډېره ونډه ورکوي.

سره له دې چې د نوي حکومت د کار له پيل څخه شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې، خو لا یې هم کابینه بشپړه نه ده.

د جمهوري ریاست اعلامیه وايي چې ولسمشر غني نن شنبه د نویو کاندیدانو د نومونو لست ولسي جرګې ته واستوه.

په نوي لست کې د امریکا غږ د یو پخواني خبریال او همکار عبدالباري جهاني نوم هم شته چې د اطلاعاتو او کلتور وزرات ته کاندید معرفي شوی دی.

په استول شویو کسانو کې د څلورو میرمنو نومونه هم لېدل کیږي چې دلبر نظري د ښځو چارو، سلامت عظیمي له نشه یي توکو سره د مبارزې، فریده مومند د لوړو زده کړو او نسرین اوریاخیل د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو ته د کاندایدانو په توګه ولسي جرګې ته ورمعرفي شوي دي.

نور کاندیدان

په نورو کاندیدانو کې بیا همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو، اسدالله ضمیر د کرنې او مالدراۍ، محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو، انجنیر محمود بلیغ د فواید عامې، عبدالستار مراد د اقتصاد، ډاکټر محمد الله بتاش د ترانسپورت او هوایي چلند، اسدالله حنیف بلخي د پوهنې، سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې، عبدالبصیر انور د عدلیې،عبدالرزاق وحیدي د مخابراتوعلي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارتونو کاندایدان پېژندل شوي دي.

د ۱۶ کسانو په دغه لست کې له یوه یا دوو نومونو پرته، د بل کوم داسې کس نوم نه لیدل کیږي چې، په افغان سیاست او یا لږ تر لږه مطبوعاتو کې پېژندل شوې څېرې وې.

تر دې دمه دا هم نه معلومیږي چې په دغو کسانو کې څوک د ولسمشر او څوک یې د اجرایي ریس له لوري معرفي شوي دي، خو په کابینې کې د هر یو مشر برخه معلومه ده.

ولسي جرګه چې تازه له خپلې رختصۍ را ګرځېدلې ده، ښايي ژر دغو کاندیدانو ته د باور او نه باور رایې ورکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG