د لاس رسي وړ اتصالات

د جمعې د ورځې په برید کې وژل شوي افغانان څوک وو؟


افغان ملي امنیتي ځواکونو د جمعې د ورځې د پېښې د یوه افغان ټپي سره مرسته کوي چې روغتون یې انتقال کړي
افغان ملي امنیتي ځواکونو د جمعې د ورځې د پېښې د یوه افغان ټپي سره مرسته کوي چې روغتون یې انتقال کړي
محمد امین او وژمې څلور میاشتې مخکي واده کړی و او د جمعې په ورځ لبناني رسټورانټ ته د ماښام د ډوډۍ دپاره ورغلي وو چې ناببره پر رسټورانټ باندي د ترهګرو له خوا برید وشو او دواړه میرمن او خاوند د ۱۹ نورو میلمنو سره چې بهرنیان او افغانان په کښي شامل وو، ووژل شول. محمد امین یو بې طرفه افغان سوداګر و.

محمد علي ډریور و. هغه د برید په مهال د رسټورانټ دباندي خپل آمر ته منتظر و. محمد علي په دغه ځانمرګي برید کې ووژل شو. همدا راز ذبیح الله هم چې د جلال آباد د ښار د ګمرک د حفظ و مراقبت د ریْس ډریور و په پېښه کې د نورو سره یو ځای ووژل شو.

امرالله او اکرام الدین د لبناني رسټورانټ ساتونکي وو چې د میاشتې یې ۱۰ زره افغانې معاش درلودی. د امرالله څخه څلور لوڼي او یو زوی یتیمان پاته شول. امرالله د خپلې کورنۍ یواځنی نفقه برابرونکی و.

محمد وسیم په رسټورانټ کې ګارسون و او د پېښې په وخت کې په رسټورانټ کې دننه موجود و. هغه هم د نورو په څیر په برید کې د ترهګرو له خوا ووژل شو. په پېښه کې د سټورانټ افغان آشپز هم ووژل شو چې د پېښې په وخت کې دننه په رسټورانټ کې و.

همدا راز په برید کې د رسټورانټ مدیر عبدالمجید ټپی شوی دی.

د جمعې د ورځې په برید کې ټولټال ۲۱ کسه ووژل شول . یاد شوي برید پراخ غبرګونونه راوپارول. د سپینې ماڼۍ څخه نیولې تر ملګرو ملتونو او ارګ پوري ټولو د جمعې د ورځې برید، چې پکښي ملکیان په نښه شوي وو په کلکو الفاظو غندلی دی. د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د ولسمشر کرزي په مشري د ملي امنیت په شورا کې د جمعې د ورځې برید او د پروان ولایت د ایتلافي ځواکونو برید چې په لړ کې یې ۱۲ کسه ملکي افغانان ووژل شول، وغندل شو. د ارګ څخه په خپرې شوې بیانیې کې د ولسمشر کرزي څخه نقل قول شوی دی چې افغانان هره ورځ د ترهګرۍ پرضد د جګړې قربانیان دي او هم د ترهګرو د بریدونو قربانیان دي.

د ملي امنیت په غونډه کې وویل سوه چې د جمعې د ورځې برید د پولې هاخوا د استخباراتي کړیو له خوا پلان شوی و.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG