د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سنبلې په اتلسمه د زورزیاتي پيښې به بیا تکرار نه شي


ښاغلي عبدالله د سنبلې په اتلسمه نیټه د مسعود د پلویانو له خوا د هوايي ډزو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو له زغم څخه مننه وکړه.
ښاغلي عبدالله د سنبلې په اتلسمه نیټه د مسعود د پلویانو له خوا د هوايي ډزو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو له زغم څخه مننه وکړه.

د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د مجاهدینو د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د پلویانو له خوا د سنبلې په اتلسمه د کابل ښار په واټونو کې د ډزو او د زورزیاتي د پیښو د ترسره کوونکو په وړاندې د امنیتي ځواکونو د زغم مننه کړې خو ټینګار یې کړی، چې په راتلونکې کې به دا ډول پیښې بیا تکرار نه شي.

د شنبې په ورځ د 'شهید اونۍ' او د اسلامي جمعیت ګوند د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د شپاړسم تلین د لمانځلو په پلمه، د کابل ښار په واټونو کې د احمدشاه مسعود ځینو پلویانو هوايي ډزې وکړې، چې له امله یې د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي ټپیان شول.

د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د سنبلې په اتلسمه د احمدشاه مسعود د پلویانو له خوا هوايي ډزې، د کابل ښار د اوسیدونکو پر وړاندې د بې‌پروایي په معنی ده.

ښاغلي عبدالله هیله وښوده، چې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره به په راتلونکې کې تدابیر ونیول شي.

هغه وویل "خلکو ته زیان هم ورسید، زموږ یو شمیر هیوادوال په کابل ښار کې ټپیان شول او انشاالله په راتلونکې کې به هیڅ وخت، په هیڅ حالت او په هیڅ شرایطو کې تکرار نه شي".

د کابل پولیس وايي، چې د سنبلې به اتلسمه د احمدشاه مسعود د پلویانو د هوايي ډزو او ترافیکي پیښو په نتیجه کې دولس تنه ټپیان شوي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په ټپیانو کې یو پولیس او دوه ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې د دغو پيښو په تړاو د کابل پولیسو دولس شکمن کسان له شپږ میله وسلو سره نیولي دي.

د سنبلې میاشتې په اتلسمه د احمدشاه مسعود یو شمیر پلویانو په داسې حال کې د کابل شار په واټونو کې هوايي ډزې وکړې، چې د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ له هغوی څخه غوښتنه کړې وه، ترڅو د موټرو په کاروانونو کې د وسلو له لیږدولو، د وسایطو د شیشو له تورولو او د دولتي وسایطو له استفادې څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG