د لاس رسي وړ اتصالات

برمک اوستانکزی په ناڅاپي سفر اسلام اباد ته تللي


پاکستان ته ددغه افغان پلاوي سفر په اړه خبر لومړی په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال ورکړ.
پاکستان ته ددغه افغان پلاوي سفر په اړه خبر لومړی په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال ورکړ.

د افغان حکومت چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی، پاکستاني چارواکو سره د یو لړ مهمو امنیتي مسلو پر سر د خبرو لپاره نن سهار له کابل څخه اسلام اباد ته تللي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د جمهور رئيس محمد اشرف غني ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال د خپل ټویټر په پاڼه هم اسلام اباد ته د دغو دوو افغان چارواکو د رسیدلو خبر خپورکړی دی.

ښاغلي زاخیلوال ویلي چې دا دوه افغان چارواکي به د پاکستان د صدراعظم په ګډون د دغه هیواد د ملکي او نظامي چارواکو سره لیده کاته وکړي.

دا دوه افغان چارواکي وروسته له هغې اسلام اباد ته رسیدلي، چې د افغان حکومت یوې سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، جمهور رئیس محمد اشرف غني دوه ورځې دمخه د پاکستان د صدراعظم سره پر ټیلیفون له خبرو ډډه کړې وه.

خو په اسلام اباد کې افغان سفیر او د جمهوررئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي دا رپوټونه ناسم بللي دي.

ښاغلي زاخیلوال ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو تروریستي پیښو وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ هیڅ ډول ټیلیفوني اړیکې نه دي نیول شوي، بلکې د ښاغلي زاخیلوال پر وینا د پاکستان صدراعظم جمهوررئیس غني ته یو پیغام استولی وو، چې د همدې پیغام له مخې افغان لوړ پوړی پلاوی نن پاکستان ته تللی دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل، امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د افغانستان د امنیتي ادارو دغو دوو چارواکو پاکستاني امنیتي چارواکو سره د معلوماتو د شریکولو لپاره ځینې مهم امنیتي اسناد هم له ځان سره اسلام اباد ته وړي دي.

ښاغلي فیصل وویل، چې افغان پلاوی به له پاکستاني امیتي چارواکو سره په وروستیو تروریستي بریدونو کې د تروریستانو له خوا د پاکستان له خاورې څخه د کار اخیستلو په هکله اسناد هم سره شریک کړي.

ښاغلي فیصل وویل " دغه پلاوي پاکستاني چارواکو ته دوه پیغامونه له ځان سره وړي دي، هغوی چې په دغو وروستیو تروریستي بریدونو کې یې لاس درلود افغانستان ته وسپاري او هم دې په دغه هیواد کې د میشتو افغان حکومت وسله والو مخالفانو پر وړاندې اقدام وکړي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت اسلام اباد ته د دغه پلاوي د سفر تائید کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي، چې افغان حکومت، اسلام اباد ته د یو عالي ارتبه افغان پلاوي، د سفر لپاره چې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس په کې شامل دي، د کتنې غوښتنه کړی.

ښاغلی فیصل ویلي چې دغه پلای به نن پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په سر د خبرو سربیره د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني یو پیغام هم پاکستاني چارواکو ته وسپاري.

اسلام اباد ته دا پلاوی په داسې حال کې تللی، چې افغان حکومت او هم امریکا د وسله والو طالبانو سره د خبرو په اړه خپل دریځونه بدل کړي او اوس دا دواړه هیوادونه د جنګ له لارې سولې ته د دغې ډلې په حاضریدو ټینګار کوي.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چې د تیر نوامبر په میاشت کې یې افغان حکومت ته ۲۷ شکمن افغان ترهګر د حقاني ډلې او طالبانو سره د اړیکو په تور سپارلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي چې پاکستان به په هغو افغان طالبانو او د حقاني ډلې په غړو فشار ته دوام ورکړی چې د هغه پر وینا غواړي د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد وکاروي.

افغان حکومت تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG