د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د زړه سوري ناروغۍ د درملنې امکانات زیات شوي


د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، چې اوس په افغانستان کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې امکانات پیدا شوي، خو لا هم دا ټولنه تر ۶۰ فیصدو پورې په دې ناروغۍ اخته ماشومان هندوستان ته د درملنې لپاره استوي.

د سرې میاشتې د ټولنې چارواکي وايي، په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ناروغیو د تشخیص په برخه کې پرمختګ شوی، خو لا هم د هغو ماشومانو د درملنې په برخه کې ستونزې شته، چې د زړه د سوري له ناروغۍ کړېږي.

د افغان سرې میاشتې د ټولنې رئیسې مېرمن نیلاب مبارز د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته د دې ټولنې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو پر مهال وویل، چې د سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۰۸ میلادي کال څخه د ۲۰۱۸ کال تر وروستیو پورې ټول ۸۶۷۴ د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو په وړیا توګه درملنه کړې ده.

میرمن مبارز وویل"یوبل ښه خبر دا دی، چې دا لومړی ځل دی، چې د هغو ناروغو ماشومانو شمیر، چې درملنه یې شوې، د هغو ماشومانو څخه زیات دی، چې درملنې ته لا په انتظار کې دي، شاوخوا دوه زره ناروغان د هغو ناروغانو پرتله، چې درملنې ته منتظر دي زیات تداوي شوي دي".

سره میاشت وايي اوس ۶۶۴۶ ماشومان لا هم د زړه د ناروغۍ د درملنې په لیست کې نوبت ته منتظر دي.

د سرې میاشتې رئیسې وویل، چې سږکال دغې ټولنې یو څه زیات مالي امکانات ترلاسه کړي، چې له مخې به یې د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال پرتله سږکال ۶۰ فیصده زیات ماشومان تداوي کړي.

تېر کال د افغانستان سرې میاشتې ۱۷۴۲ ناروغو ماشومانو درملنه کړې وه، سږکال سره میاشت په پام کې لري، چې د ۲۲۴۹ ماشومانو درملنه وکړي.

د سرې میاشتې د معلوماتو له مخې په کابل کې شاوخوا پنځه روغتونونه د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه کولی شي، خو اوس هم د زړه د پرانیستلو عملیات په هندوستان کې کیږي او سره میاشت تر ۶۰ فیصدو پورې ماشومان د دغسې عملیاتو لپاره هند ته استوي.

د زړه د پرانیستلو په عملیاتو دوه نیم زره ډالر او د زړه د پرانیستلو پرته د عملیاتو ۹۰۰ ډالر مصرف راځي.

سرې میاشت د هند سربیره چین ته هم تیرکال شاوخوا سل د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومان استولي وو.

د سرې میاشتې رئیسه میرمن نیلاب مبارز وايي، چې چین کې د دغسې ماشومانو په درملنه کمې پیسې مصرف کیږي، خو د دې لپاره، چې د سرې میاشتې ټولنې چین ته د پیسو د لیږدلو په برخه کې ستونزه لرله نو ځکه یې دغه هیواد ته سل ماشومان د درملنې لپاره استولي وو.

اکثره هغه کسان چې ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته شوي، کورنۍ یې بې وزلې دي او د خپلو بچیانو د درملنې مصرف د پوره کولو توان نه لري.

د همدې له امله دا کورنۍ په میاشتو او کلونو دې ته انتظار باسي، چې د ماشوم د درملنې نوبت یې راورسیږي.

د غلام جیلاني په نوم د یو ماشومې پلار، چې نن یې د څلویښت نورو ماشومانو سره د لور درملنې نوبت راورسیده خبریالانو ته وویل، چې ډیر زیات خفه وو او په دې کړېده، چې د خپلې لور علاج لپاره یې پیسې نه لرلې.

غلام جیلاني وویل" زه ډیر زیات کړېدم، په دې به کړېدم، چې ویل به مې، چې عمر مې زیات دی، سپین ږیری یم، زه به هغه وخت نه وم، لور به مې ځوانه شوې وي او چیرې کوم واده یا بله مسله وي، هغه به په ډیره مظلومانه ډول ناسته وي اووايي، به چې پلار دې زما خدای ونه بخښي، خو هغه په دې نه پوهیږي، ایا پلار یې د درملنې توان درلود، ایا دومره پیسې یې لرلې، پنځه سوه زره افغانۍ لرلې".

د افغانستان سره میاشت وايي، چې یو روغتون د جوړولو کار یې د سعودي عربستان په مالي ملاتړ بشپړ کړی، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په اوږدو کې به په فعالیت پیل وکړي او ورسره به تر راتلوونکو دوو کلونو پورې د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د انتظار او نوبت مسله هم پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG