د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې یوسفزۍ ته د کابل نه د لیدنې بلنه


د ملالۍ یوسفزۍ د نوبل د جایزې د ګټلو په ویاړ په کابل کې یو شمیر فرهنګیانو او د مدني ټولنو غړو غونډه
د ملالۍ یوسفزۍ د نوبل د جایزې د ګټلو په ویاړ په کابل کې یو شمیر فرهنګیانو او د مدني ټولنو غړو غونډه

په کابل کې ځينو فرهنګیانو او د مدني ټولنو غړو د نوبل د جایزې وړونکې ملالۍ یوسفزۍ نه وغوښتل چې افغانستان ته لاړه شي، او خپله دا جایزه له افغانانو سره په شریکه ونمانځي.

د نوبل اکاډمۍ د ۲۰۱۴ کال د سولې د نوبل جایزه د ماشومانو د زده کړو فعالې ملالۍ یوسفزۍ او هندۍ کیلاش ساتیارتي ته ورکړه.

افغان فرهنګیانو او د مدني ټولنې غړو ددغه ګام ستاینه وکړه او ملاله یوسفزۍ یې ددې سیمې د ماشومانو د ښوونې او روزنې د مبارزې د یو سمبول په توگه یاده کړه.

د مدني ټولنو دغو فعالانو وویل چې له ملالې یوسفزۍ سره یې تماسونه نېولي او له هغې یې غوښتي، چې د نوبل د جایزې د شریکولو او نمانځنې لپاره افغانستان ته راشي. دوی هندي فعال کیلاش ساتیارتي ته هم د ورتګ بلنه ورکړه.

دغه فعالانو په افغان حکومت هم غږ وکړ، چې د ملالې یوسفزۍ د نوبل د جایزې د ترلاسه کولو په هدف د نمانځنې لویه غونډه جوړه کړي.

د مدني ټولنې فعال ډاکټر منقاد الرحمن رودوال وویل ‪"‬د افغانستان خلک او ولسونه ماشومانو ته د زده کړې او د سالمې ودې د مناسبو شرایطو برابرول د انساني ټولنو او د بشر د حقوقو مهم بنسټونه بولي، همدې اصل ته په پام، افغان ولس نوبل اکاډمۍ ته د زړه له کومې کور ودانۍ وايي، چې د ۲۰۱۴ کال د سولې د نوبل جایزه یې ملالې یوسفزۍ او کیلاش ساتیارتي ته ورکړه.‪"‬

د مدني ټولنو دغو فعالانو وویل چې په افغانستان کې له لسیزو جګړې روانې دي او مسلسل جګړو په سلګونو زره ماشومان له زده کړو منعه کړي دي.

دغو فعالانو په نړیوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې د جګړې په ودرېدو کې ورسره مرسته وکړي ترڅو هر افغان ماشوم ته د زده کړو زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG