د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د دیني عالمانو د شورا یوپلاوی پاکستان ته تللی


د روان میلادي کال د می په میاشت د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو په جګارتا کې ګډه غونډه کړې وه.
د روان میلادي کال د می په میاشت د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو په جګارتا کې ګډه غونډه کړې وه.

د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، د مولوي عطا الله لودین په مشرۍ د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا یو اوه کسیز پلاوی نن د جمعې په ورځ (تلې ۶مه) پاکستاني دیني عالمانو سره د دواړو هیوادونو د دیني عالمانو د ګډې غونډې د جوړیدو په سر د سلامشورو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پلاوی به په اسلام اباد کې د پاکستاني دیني عالمانو سره د افغانستان او پاکستاني دیني عالمانو د ګډې غوندې د جوړیدو په اړوند مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلي طاهري وویل " د دوو هیوادونو د دیني عالمانو د ګډې غونډې د جوړیدو د چارو د څیړلو لپاره، چې څو میاشتې وړاندې په اندونیزیا کې په جوړه شوې ناسته کې د دریو هیوادونو، افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د عالمانو د موافقې له مخې، چې ټاکل شوې په پاکستان کې جوړه شي، پلاوی نن اسلام اباد ته تللی دی".

ښاغلي طاهري وویل، چې دا پلاوی به د پاکستاني دیني عالمانو سره د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د کیدونکي غونډې د اجندا او د غونډې د برخه والو په ترکیب او نورو اړوندو مسلو خبرې وکړي.

ښاغلي طاهري وویل " ترڅو مونږ په نږدې راتلوونکي کې وکولی شو، د دیني هدایاتو او نبوي احادیثو په رڼا کې، په افغانستان کې د سولې او امنیت پرسر د بحث لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوه ګډه ناسته جوړه کړو".

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د روان میلادي کال د می په میاشت کې په جاګارتا کې د اندونیزیا په کوربتوب په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او وسله والو طالبانو سره د پخلاینې لپاره په یوه ګډه غونډه کې خبرې کړې وې.

د دغې غونډې د پریکړو له مخې په پام کې وه، چې یوه بله ناسته په اسلام اباد کې جوړه شوی وې، خو تراوسه دا غونډه نه ده جوړه شوې.

په روانه میلادي میاشت کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پر مهال افغانستان او پاکستان د دواړو هیوادونو د یني عالمانو د غونډې په جوړیدو موافقه کړې وه.

پاکستاني رسنیو د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو دا خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل ګډ پلان یوه برخه ګڼلې ده.

دا غونډه د روان میلادي کال د جولاۍ په میاشت کې په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د کنفرانس په کوربتوب د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د غوندې وروسته جوړیږي.

په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په غونډه کې په خپره شوې د "کعبې په اعلامیه" کې، په افغانستان کې د دیني پلوه د روانې جګړې مشروعیت تر پوښتنې راوستل شوی وو.

همداشان د کعبې اعلامیې ځانمرګي بریدونه حرام بللي وو او د مسلمان وژنه یې یو ناروا عمل بللي وو.

XS
SM
MD
LG