د لاس رسي وړ اتصالات

افغان وتلی کومیډین اصف جلالي ومړ


د افغان فلم ریاست تایید کړه چې د افغانستان نامتو کومیډین او ممثل محمد اصف جلالي نن چهار شنبه (د جنورۍ ۱) د کابل په یوه روغتون کې ومړ.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي امریکا غږ ته وویل ښاغلی جلالي د زړه سکتې له امله سا وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست د اصف جلالي مړینې په اړه د تسلیت پیغام خپور کړی.

په دې پیغام د ولسمشر غني له قوله راغلي: " محمد اصف جلالي په تمثیلي پارچو سره د خلکو پر شونډو موسکا راوسته او د ټولنې په جوړښت کې یې زیار باسه."

افغان فلم او د افغانستان د سینما ځینې لوبغاړي د اصف جلالي مړینه لویه ضایعه بولي.

صحرا کریمي وايي: "په داسې یوې ټولنې کې چې ستونزې ډېرې دي د داسې یو کرکټر مړینه چې د خلکو په شونډو موسکا راولي، دا یوه لویه ضایعه ده."

د جلالي مړینه په تولنیزو رسنیو کې هم د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

  • اصف جلالي څوک و؟

د افغانستان د سینما لوبغاړی نبي تنها امریکا غږ ته وویل چې اصف جلالي د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی و او ۵۲ کاله عمر یې درلوده.

ښاغلی تنها د اصف جلالي سینمايي فعالیت په اړه وايي : "جلالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون کې زما سره یو ځای د بلبل په فلم کې یو نقش ولوبوه."

د تنها په وینا له هغه وروسته اصف جلالي د میرک په فلم کې کار وکړ او دغې رسنۍ کې یې د نږدې دوه کاله کار وروسته د افغانستان خصوصي رسنیو په طنزي خپرونو کې کار وکړ.

اصف جلالي د افغانستان د بیلابیلو سیمو په لهجو طنزونه ویل.

XS
SM
MD
LG